داچې اسټراليايي ټولنه کې ژوند کوو نو پوليسو سره به هرو مرو مخ کيږو چې که هغه د کومې پيښې په اړه رپوټ ورکول وي او يا هم د پوليسو لخوا چک لپاره زمونږ درول وي. ولې ځيني نوي راغلي مهاجر او کډوال پوليس سره مخامخ کيدلو ويره احساسوي.ډير نوي کډوال او مهاجر کيدای شي خپلو هيوادو کې پر پوليسو بي باوره وي چې کيدای شي دوی فاسده وي او يا هم دوی بې ځايه شکنجه کيږي. ولې اسټراليا کې پوليسو له له ټولنې سره د ښې اړيکې او باور جوړولو لپاره يو نوی کمپاين پر مخ اچولی چې ورته " کافي له پوليسو سره" نوم ورکړیيعنې پوليس له ټولنې سره يوزای کيدو لپاره ټولنو غړو سره ناسته کوي او چای يا کافي څکښي ترڅو دوستانه روابط رامينځته کړيپوليس او ټولنې موضوع ته مو کتنه کړې او يو رپوټ مو چمتو کړی چې دلته يې اوريدلی شئ.
شریکول
