د اسټراليا سرشميرنه ۲۰۲۱: څنګه او ولې بايد په سر شميرنه کې ګډون وکړئ

A Census staff member holding a census form

A Census staff member holding a census form. Source: SBS

اسټراليا کې په هرو ۵ کلونو کې سر شميرنه ترسره کيږي او همدا سرشميرنه وي چې حکومت خپل منابع او خدمتونه ټولنې ته وړاندې کوي. په آسټرالیا کې خلک د عمر ، کلتور ، مذهب ، میراث ، تعلیم او داسې نورو په اړه په هرو پنځو کلونو کې یو شمیر پوښتنو ته ځوابونه وايي.


د روان کال د اګست د میاشتې ۱۰ نېټه په آسټرالیا کې د سرشمېرنې ورځ ده، په دغه ورځ د ۲۵ میلیونو اوسېدونکو راټول شوي ارقام به له حکومتونو، کاروبارونو او ټولنو سره مرسته وکړي ترڅو د زیربناو او خدمتونو په اړه مناسبې پرېکړې وکړي.

کریس لیبريری، د آسټرالیا د احصایې په ادارې کې، د سرشمیرنې څانګې عمومي مدیر وايي، چې د آسټرالیا سرشمیرنه، شاوخوا ۶۰ پوښتنې لري او د نورو هېوادونو په پرتله خورا پراخه سرشمېرنه ده.

ښالی لیبریری وايي چې په سرشمېرنې کې له خلکو څخه د هغوی د عمر، جنس، مدني حالت، کورنی او کار په اړه پوښتنې کېږي.

همدا راز د خلکو د کلتور په اړه پوښتنې کېږي، د بېلګې په توګه په کومه ژبه په کور کې خبرې کوي، چېرته پیدا شوي، میندې او پلرونه یې چېرته پیدا شوي او داسې نور.

اسټراليا کې د پښتنو استازو سر شميرنه کې د پښتنو پراخې کچې ګډن په موخه کمپاينونه پيل کړي او پښتانه هڅوي ترڅو په سرشميرنه کې ګډون وکړي او د کور ژبه پښتو وليکي.

تاسو ته لا ډير معلومات مو پدې رپوت کې ځای کړي چې دلته يې اوريدلی شئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now