د عقل زوال يا ډيمينشيا يوه ناروغي ده نه ليونتوب

4 ELDERLY PEOPLE BY  Pedro Ribeiro Simões CC BY 2.0-1

4 ELDERLY PEOPLE BY Pedro Ribeiro Simões CC BY 2.0-1 Source: 4 ELDERLY PEOPLE BY Pedro Ribeiro Simões CC BY 2.0-1

کله چې د انسان عمر لوړ کيږي نو هغې لوړوالي سره تل د عقل زوال ناروغي مل نه وي. زمونږ او ستاسو ټولنه کې که ډيري وخت که د کوم چا عمر لوړ شي او هغه له نورماله حالت څخه ووځي او کم عقل توب غوره کړي نو ډيري وخت هغه ته ليوني صفت ورکول کيږي او خاصه درملنه يې نه کيږي. دلته اسټراليا کې هم ځيني کسان چې عمرونه يې ډيريږي نو هغوی خپله حافظه له لاسه ورکوي او د عقل زوال سره مخ کيږي چې ياد حالت کې د هغه شخص درملنه کيږي. اسټراليا کې د Alzhmeir اداره دا وړاندوينه کوي چې د روانې پيړۍ تر نيمايي پورې به شاوخوا ۱ ميليون اسټراليايان لوړو عمرونو کې ډيمينشيا يا د عقل زوال بيمارۍ سره اسټراليا کې ژوند کوي.


اسټراليا کې هغه ډله کسان کوم چې له بيلابيلو کلتورونو څخه اسټراليا ته راغلي او دلته زړيږي له بده مرغه هغوی داسې حالت څخۀ خلاصيدو او يا هم له مخه يې درلمنه نه کولو له وجې له ډيرو ستونزو سره مخ دي.

ډيمينشيا هغه عمومي نوم دی چې ټولو هغو بيماريو ته کارول کيږي کوم چې بيلابيلو دماغي ناروغيو له وجې يو انسان د عقل له زوال سره مخ کيږي، يادې بيمارۍ دوران کې يو کس چې عمر لوړ کيږي نو د هغه حافظه کمزورې کيږي او څه يې په ياد نه پاتې کيږي بل دا چې هر کله ګيچ وي او هم يې شخصيت بدليږي او لدې سره روزمره کارونه نشي کولی.

Vincent Poisson  په لرو پرتو سيمو کې د alzhmeimer Australia منيجر دی، ښاغلی وايي چې يادې بيماری باندې د روږدي کيدو لومړنی نښه د لنډ وخت لپاره د يادښت هيريدل وي.

 ډيري وخت د بيمار لنډ يادښت په ياد نه پاتې کيدل ځيانمن کيږي، خلک له داسې ستونزو سره  مخ کيږي چې که کومه پيښه لنډه موده کې شوې وي د بيمار په ياد نه پاتې کيږي او دا کيدای چي له ۵ دقيقو څخه تر يوې ورځې پورې د پخوا کومه پيښه په ياد نه پاتې کيدل وي

يادې بيمارۍ سره د بيمار خوی او عادت بدليږي چې ځيني وخت بيا دا خوی او عادت ډير ستونزمن وي او اداره کول يې هم ستونزمن کار وي.

 Vincent Poissonوايي چې داسې بيمارانو لپاره ورځنی ژوند هم مشکله کيږي ځکه بيمارډير ژر هر څه هيروي.

مونږ ددې خبر نه کوو چې يو کس به خپله کيلي هيروي بلکې مونږ د هغه کسانو په اړه خبرې کوو کوم چې دوامداره شيان هيروي چې چيرې يې ايښي او يا د هغه کس نوم څه دی نو ځکه داسې مسايل د هغو ژوند باندې ډيرې اغيزې شيندي.

 Kasia Bergner  د ټولنې پالونکې په توګه کار کوي، اغلې وايي چې ځيني بيماران حتی دې حده پورې نا توانه کيږي چې خپل ورځنی يو عادي کار هم نشي کولی.

هغوی خپل لار او موقيت هيروي.. که چيرې هغوی له کور څخه باهر ووځي نو بيرته خپله کورته نشي راتلی هغوی ځيني وخت پدې هم نه پوهيږي چې تشناب چيرې دی او يا د خوب کوټه يې چيرې ده او يا هم که پخلی کوي نو سوزوي يې او يا که د نل اوبه خلاصې کړي نو بيرته بندول يې هيريږي.. ځيني وخت دوی پدې هم نه پوهيږي چې څنګه کالي واغوندي او يا هم دروازه خلاصه او يا بيرته يې وتړي، هغوی دا هيروي چې څنکه ټليفون ته ځواب ورکړي او يا هم څنګه وليکي.

3 Elderly lady by public domain pixabay
3 Elderly lady by public domain pixabay Source: Public Domain

  د اسټراليا کې د Alzheimer ناروغی اداره کولو  تر ټولو لويه اداره وايي چې دا ډيره مهمه ده چې که تاسې له داسې بيماری سره مخ شئ نو بايد ډير ژر ډاکټر وګورئ ترڅو په وخت مو درملنه وشي،

د يادې ادارې يوې څيړنه کې ښودل شوې چې هغه ډير عمر لرونکي کسان کوم چې بيلابيلو کلتورونو څخه اسټراليا کې ژوند کوي هغوی د نورو اسټراليايانو پر پرتله ډير وروسته پدې ناروغی روږدې کيږي.

ځينې بيماران کوم چې له نورو ټولنو څخه اسټراليا ته راغلي هغؤی دې ته زړه نه ښه کوي چې خپلې يادې بيماری په اړه خبرې وکړي ځکه هغؤی دا ډار لري چې کيدای شي خلک ورته ليوني ووايي.

 ښاغلی Vincent Poisson  وايي چې ده خپله ليدلي چې مهاجرې کورنی غواړي چې خپل لوی عمر لرونکو کورنيو غړو پالنه خپله وکړي..

 دا پروسه په اصل کې ډيرو هغو کورنيو ته ګرانه ده کوم چې د مهاجرو کسانو په حيث دلته اسټراليا ته راځي.

زمونږ رول دادی چې داسې کورنيو ته معلومات ورسو او ډيري وخت دا مهاجرې کورنی پر خپلو لور ګانو او يا هم انګيندو فشار اچوي تر څو د کور لوی عمر لرونکو بيمارانو پالنه وکړي او حتی که هغؤی بيماران هم وي.. ډيري له دغو کورنيو څخۀ داسې سوچ کوي چې نوره کومه چاره نه لري بغير لدې چې دوی خپله يې پالنه وکړي.

 Vincent Poisson وايي چې ډيمينشيا ناروغي ډير وخت بيماران خپلو مورنيو ژبو ته اړوي يعنی داچي نورې ټولې ژبې يې هيريږي او يوازې مورنۍ ژبې باندې بيا خبرې کولی شي.

هغه پالونکي کوم چي دې برخې کې کار کوي او هم پر ډيرو برخو خبرې کوي اسټراليا کې داسې کاريګرو ته ډيره اړتيا ده.

 د ډيمينشيا بيمارۍ ناروغان بيرته خپلو مورنيو ژبو ته اوړي هغوی پر انګليسي هم پوهيږي ولې هغوی پرې خبرې نشي کولی نو ځکه که هغؤی پر لسيزو هم خپلې مورنی ژبې باندې خبرې نه وي کړي نو دې بيماری سره نورې ټولې ژبې هيروي او خپل مورنی او اصلي ژبې باندې خبرې پيلوي

Dementia Isolation
Dementia Isolation Source: GETTY Images

 د Alzheimer اسټراليا اداره د ډيمينشيا يا د عقل زوال بيمارۍ په اړه پر ۴۳ ژبو معلومات وړاندې کوي.

لا ډيرو معلوماتو لپاره www.fightdementia.org.au  څخه کتنه وکړئ او يا 1800100500 شميرې سره اړيکه ټينګه کړئ ترڅو تاسو ته مشوره درکړل شي.

که تاسې کوم ژباړونکي يا ترجمان ته اړتيا لری نو 131450 شميرې سره اړيکه ټينګه کړی.

 


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now