اسټراليا کې د بخششي "Tip" دود

Tip Australia

Source: Getty Images/xavierarnau

آیا تاسو په آسټرالیا کې کارمندانو ته د غوره خدمتونو لپاره بخششي پیسې ورکوئ؟


د آسټرالیا ترڅنګ د نړۍ په یو شمېر نورو هېوادونو کې د ځینې سکتورونو کارمندانو ته د پېردونکو لخوا بخششي پیسې د ښه خدمت لپاره د انعام په توګه ورکول کېږي چې د ټپ (Tip) په نوم یادېږي.

مشتریان د ځینو سکتورونو کارمندانو ته کولای شي نغدې پیسې یا هم د تادیاتو د سیسټمونو له لارې بخششي پیسې ورکړي.

په آسټرالیا کې د پېردونکو لخوا کارمندانو ته د بخششي پیسو د دود په اړه د نظر اختلاف شتون لري.

ښاغلي بل ډي، د آسټرالیا د سیالۍ او مصرف کونکو په کمیسیون کې څو کاله کار کړی. هغه وايي، بخششي پیسې ورکول یوه کلتوري مسئله ده. په آسټرالیا کې د بخششي پیسو ورکولو دود له نورو هېوادونو سره توپیر لري. د بېلګې په توګه په امریکا کې دا لازمي ده، په ډېریو ځایونو کې که چېرې تاسو رسټورانټ ته ولاړ شئ نو د هغو په بېل کې د ټېپ پیسو ورکولو انتخاب شتون لري.

همدا راز په ځینو ځایونو کې دا تمه هم شتون لري ترڅو تاسو د ټکسي ډریوران ته بخششي پیسې ورکړی، مګر په آسټرالیا کې پدې ډول څه شتون لري، له فرهنګي

پلوه خلک اوس ډېر پدې اړه همغږي شوي ترڅو بخششي پیسې ورکول د خلکو په خپله خوښه یا رضا کاره ډول سره واوسېږي.

ښاغلی ډي وايي، په آسټرالیا کې بخششي پیسې ورکول د رضایت یا ستاینې څرګندونه ده. د مثال په توګه، که تاسو په رستورانت کې یاست او ګارسون تاسو ته ښه خدمت وړاندې کوي او تاسو فکر کوئ چې خواړه خورا ښه دي، ډیری خلک د دوی د مننې ښودلو لپاره ټېپ پیسې ورکوي.

په اسټراليا کې د بخششي يا Tip دود په اړه لا ډير معلومات بشپړ رپوت کې واورئ.

 


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now