مهاجر څنګه کولی شي اسټراليا کې د غاښونو درملنې وړيا خدمتونه ترلاسه کړي؟
At the dentist - Getty Images Source: At the dentist - Getty Images
د غاښونو روغتيا يوازې دا نده چې تاسې ښه خندا ولرئ بلکې دې برخه کې لا ډير نور څه دي چې مهمه دي.که چيرې تاسې خپله خوله يا غاښونو کې څه ستونزه ولرئ نو دا ستاسو پر ټول بدن خپلې اغيزې شيندي او تاسې نا راحته کوي.اسټراليا کې د غاښونو درملنه او پالنه ډير لږښت لري ولې داسې لارې شتون لري چې تاسې وشې کولی ياد لږښتونه لږ کړئ. اسټراليا کې يوازې يوه لږه برخه له کسانو څخه کولی شي چې د غاښونو درملنې عامه خدمتو ته لاسرسۍ ولري، ولې د اسټراليا د نفوس ډيره برخه خپل غاښونو درملنه په شخصي کلينيکونو کې کوي.کله چې تاسي د غاښونو شخصي کلينوکو ته ورځئ نو هلته تاسې د درملنې لږښت خپله له خپل جيب څخه ورکوئ..د اسټراليا ويکټوريا ايالت کې د غاښونو صحي خدمتو د ټولنې مشره Dr Deborah Cole وايي چې که تاسې ميډي کير لرئ نو هغه د غاښونو ځيني برخې په بر کې نه نيسي يعنې که تاسې غواړئ خپل د غاښونو صفايي وکړئ، يا يې چک کړئ او يا هم ډکول يې غواړئ نو ستاسو ميډي کير بيا دا خدمتونه په بر کې نه نيسي او تاسې يې بايد لږښت ورکړئ.تاسې بايد په يو څه ښه پوه اوسئ هغه داچې ستاسو شخصي روغتيايي بيمې کمپنۍ په اوسط ډول ستاسو د غاښو درملنې لږښت نيمايي تاسو ته درکوي .. سره لدې چې تاسې بيمه هم لرئ ولې بيا هم ستاسو د غاښو درملنې پاليسي محدوديتونه لري او تاسې به يو څۀ خپل له جيبه هم ورکوئ.د استړاليا هر ايالت ځانته جلا د خدمتو وړتيا شرايط لري. که تاسې هيلت کير کارډ يا پينشن کارډ لرئ نو تاسې په شرايطو برابر ياست.. که د اسټراليا ويکټوريا ايالت کې تاسې کډوال يا پناه غوښتونکي ياست تاسو ته د غاښو درملنې وړيا خدمتونه هم درکول کيږي.. ولې بيا نورو ښارونو کې دا لږ څه توپير کوي ولې د اسټراليا ډيري ايالتونه بيا بيړنيو حالاتو کې د غاښو درملنې خدمتونه ورکوي. يادې موضوع په اړه بشپړ رپوټ دلته واورئ.
شریکول