د کرونا وېروس نه یواځې دا چې په آسټرالیا کې د خلکو د ناروغۍ او مړینې لامل وګرځېده، بلکې په دغه هېواد کې یې د خلکو پر ژوند هم منفي اغېز درلود. د کرونا وېروس وبا منفي اغيز پر ماشومانو څنګه وي او تاسې له ماشومانو سره څنګه مرسته کولی شئ؟
په آسټرالیا کې د اوړي له رخصتیو وروسته د ښونځیو درسونه بېرته پیل شوي.
لکه څرنګه چې په آسترالیا کې حالت ښه بريښي نو همدې لپاره ماشومان کولای شي د زده کړو لپاره ښونځیو ته ولاړ شي.
سره لدې چې په آسټرالیا کې محدودیتونه کم شوي خو تر اوسه هم ځینې محدودیتونه شته چې د خلکو پر ژوند ناوړه اغیز لري. په داسې حال کې میندې او پلرونه کولای شي له خپلو ماشومانو سره مرسته وکړي ترڅو وکولای شي په ښه ډول سره خپلو زده کړو ته، په ښونځیو کې دوام ورکړي.
د آسټرالیا د روغتیا وزارت لخوا خپرې شوې شمېرې ښيي چې یواځې ۴.۵ سلنه پېښې په کوچنیو ماشومانو کې شتون لري.
بله خوا له نږدې 6000 څارل شویو اریکو څخه یوازې له یو سلنه لږ پېښو کې د وېروس لیږد پیښ شوی دی.
تاسو ته رپوټ لرو په کوم کې چې پر ماشومانو د کرونا ويروس وبا اغيزو ته کتنه شوې.
بشپړ رپوټ دلته واورئ.






