اسټراليا کې مهاجر او پناه غوښتونکي له بې وسۍ او هم پر ژبه او قانون نه پوهيدو له وجې د مهاجرت اجينټ او يا وکيل ته مخه کوي ترڅو اسټراليا کې خپل نوی ژوند پيل کړي ولې د ځينو راجسټر شوو وکيلانو او مهاجرت برخې اجنټ په وينا اسټراليا کې پر ټولو داسې کسانو اعتبار ندی پکار.
اسټراليا ته هر کال زرګونه مهاجر او پناه غوښتونکي راځي او غواړي د اسټراليا دايمي ويزو ترلاسه کولو سره اسټراليا کې نوی ژوند پيل کړي.
له افغانستان او پاکستان څخه هم ډير شمير پښتانه اسټراليا ته يا خو راځي او يا پخوا راغلي او اسټراليايي ويزو ته يې غوښتنليک ورکړی.
ځيني وخت ټولنه کې يو کس بل نوي راغلي پناه غوښتونکي يا مهاجر ته وکيل يا د مهاجرت اجينټ معرفي کوي او د نوموړي کس غوښتنليک او يا قضيه همدا وکيل مخې ته وړي ولې بيا همدا نوی راغلی کس د ويزې او وکيل لږښت او يا هم خپل حق څخه خبر نه وي.
اسټراليا کې د مهاجرت وکيل يا اجينټ ټاکل او خپل قضيه پر مخ وړلو مسلې ته مو کتنه کړې او په اړه يې له معلوماتو ډک رپوټ لرو چې دلته يې اوريدلی شئ.




