Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

له مړينې وروسته ستاسو د بدن غړي د نورو ژوند ژغورلی شي

surgeons, organ and tissue donation

اسټراليا کې هر کال د بدن غړو مرسته کولو سره د سلګونو کسانو ژوند ژغورل کيږي. د يو کس مړينې وروسته د هغه د بدن غړي کولی شي د ۱۰ نورو کسانو ژوند وژغوري او هم د ډيرو نورو ژوند ښه کړي.


خپور شوی په

اپډیټ شوی په

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


اسټراليا کې هر کال د بدن غړو مرسته کولو سره د سلګونو کسانو ژوند ژغورل کيږي. د يو کس مړينې وروسته د هغه د بدن غړي کولی شي د ۱۰ نورو کسانو ژوند وژغوري او هم د ډيرو نورو ژوند ښه کړي.


اسټراليا کې دا مهال ۱۶۰۰ کسان او يا بيماران انتظار کې دي ترڅو د بل کس د بدن غړی ورته ولګول شي او دوی روغ شي.

هر کال د جولای او اګيست مياشتو کې د بدن غړو مرسته کولو کمپاين په ټول اسټراليا کې پر مخ اچول کيږي ترڅو عامو خلکو ته د يادې مسلې ارزښت په اړه پوهای ورکړل شي.

اسټراليا کې ډير خلک غواړي ترڅو د خپل بدن غړي نورو بيمارانو ته ورکړي ولې د چارواکو په وينا ياد کسان بيا اړين ګامونه نه پورته کوي ترڅو راجسټر شي او دا کار ترسره شي.

د روغتيا چارواکو په وينا د څو کلتوريزو ټولنو خلک بيا يادې مرستې او يا پروسې په اړه معلومات نه لري، حال داچې د بدن غړو مرسته کول د نړۍ لويو مذاهبو لخوا يو منل شوی کار دی ولې ډيره کې خلک دې کار ته زړه نه ښه کوي.

د بدن غړو مرسته کول ډيره کې د يو کس مړينې وروسته ترسره کيږي.

که يو کس مړ کيږي او هغه دا وصيت کړی وي چې له مړينې وروسته د هغه بدن غړي نورو ته مرستې لپاره ورکړل شي نو بيا ډاکټران وصيت ته په کتو او د کورنۍ غړو په خوښه بياد مړ شوي کس د بدن ځيني غړي لرې کوي او بل ناروغه کس ته يې لګوي.

اسټراليا کې دا کار له ډير درناوي او په سم ډول ترسره کيږي.

د بدن غړو مرسته کولو په اړه د اسټراليا دولت په پښتو ژبه معلومات خپاره کړي او لا ډير نور معلومات په تيار شوي رپوټ کې واورئ.

 

 


Latest podcast episodes

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now