په اسټراليا کې د یو ځوان مهاجرلپاره کاري زده کړه د کار يو مناسب چاپيريال يا مارکيټ ته ننوتو لپاره اړينه ده او لدې سره يو ځوان کولی شي چې د خپل کاري مسلک پيل په ښه شکل سره وکړي.
اپرينتيسشيپ اسټراليا کې نوو کاريګرو لپاره يوه ډيره ګټوره لار وي ترڅو لدې لارې دوی په کار کې دننه زده کړه يا روزنه ترلاسه کړي او دا کولی شي چې يا نيمه وخت يا هم پوره وخت وي.
ډيرو حالاتو کې د کار زده کوونکو ته تنخؤا هم ورکول کيږي..
داچې تاسې څنګه له يادې ګټورې لارې څخه کاري مارکيټ ته لار پيدا کولی شئ او لارې يې کومې دي تاسو ته مو يو رپوټ برابر کړی چې بشپړ رپوټ دلته اوريدلی شئ.
شریکول






