کار پوهان وايي، له کرونا وبا سره او هم لدې وبا وروسته به پر مختللو هيوادونو کې د خلکو ژوند بيرته نورمال حالت ته ونه ګرځي نو ځکه بايد خلک او هم کاروبارونه خپل ځانونه بدل کړي.
کرونا وبا پر کاروبارونو ډيره ناوړه اغيز شيندلې چې ځيني تړل شوي او ځيني نور خپل بقا لپاره هلې ځلې کوي.
د کاروبارونو بازار موندنې ادارې وايي، کاروبارونه بايد ډيجيټل برخو ته پام وکړي او هر کاروبار بايد ډيجيټل ستراتيژي ولري ترڅو مشتريان پيدا او خپل کاروبار ښه شکل سره مخې ته يوسي.
داچې څنګه ډيجيټل مارکيټ ته لاس رسی موندلی شئ او کاروبار ودې لپاره کومې لارې اغيزې دي، پدې اړه مو د ځينو کار پوهانو غږونه تاسو ته راخيستي چې تاسې يې په تيار شوي رپوټ کې اوريدلی شئ.





