د بېړنۍ خبرتیا سیسټمونه له تاسو سره مرسته کوي ترڅو په بېړنيو حالاتو کې خبر او خوندي پاتې شئ.
د آسټراليا په هېواد کې تل اورلګيدنې رامنځ ته کېږي، مګر هغه څه چې په ۲۰۱۹ او ۲۰ کلونو کې رامنځته شو، په دې هېواد کې له دې مخکې نه وه تجربه شوي.
د تېر کال اورلګېدنو بې ساري زیانونه رامنځ ته کړل، له ۱۴ میلیونه جریبه زیاته ځمکه یې ویجاړه کړه، له ۲۰ څخه د زیاتو انسانو او شاوخوا ۱ میلیون څارویو د مړینه لامل وګرځېده.
د اورلګېدنو او طبعي پېښو د مرستندويه څېړنيز مرکز اجراییوي مشر ډاکټر ريچارډ تورنټن وايي، د ځنګلونو د اورلګېدنې خطر سږکال هم لوړ دی مګر له تېر کال سره توپېرونه لري.
نوموړی وايي چې سږ کال موسمي حالت د لانینا په نوم پېژندل کېږي، پدې مانا چې سږکال په اوړي کې زیات بارانونه ورېږي. هغه زیاتوي چې سږکال د ځنګلونو اورلګېدنو په پرتله د بوټو د اور لګېدنې چانس لوړ دی.
ښاغلی تورنټن وايي، یو شمېر خلک پدې باور دي چې د بوټو اورلګېدنې د ځنګلونو په پرتله کم خطر لري، مګر دا یو غلط باور دی.
هغه وايي اورلګېدنه کېدای شي د بريښنا، په کمپنګ کې د بې احتیاطۍ، په واښو کې د موټر د پارکینګ او یا د ورته بلې کړنې له امله رامنځ ته کړي.
نوموړی زیاتوي، کله چې اورلګېدنه رامنځ ته شي نو د ځنګلونو د اورلګېدنې په پرتله په ډېرې چټکۍ سره اور خپرېږي.
د تېرکال له اورلګېدنو وروسته يو حقيقت موندونکي کميسون د طبيعي حوادثو پر وړاندي د استراليا پروګرام او د هغو پر وړاندې مبارزه و ارزوله. له ارزونو وروسته د آسټرالیا شاهي کمیسیون د دغه هېواد د ایالتونو او سیمو مسئولنیو ته وړاندیز وکړ ترڅو د خبردارۍ یو ځانګړی مرکز جوړ کړي ترڅو په اضطراري حالاتو کې خلک د وضعیت په اړه معلومات ولري.
اوړي موسم کې خوندي پاتې کيدو مسلې ته مو کتنه کړې چې په اړه يې تيار شوی رپوټ دلته اوريدلی شئ.