اسټراليا کې نږدې ۷۰ سلنه کار ګمارونکي نه خوښوي ترڅو له ۵۰ کلونو څخه ډير عمر لرونکي په کار وګماري

Career change amid Covid-19

Career change amid Covid-19 Source: Getty

په ۲۰۱۸ م کال کې د آسټرالیا د بشري منابعو ادارې لخوا یوه ترسره شوې څېړنه ښيي چې ۶۸ سلنه کار ګمارونکي نه خوښوي ترڅو له ۵۰ کلونو څخه لوی عمر لرونکي کسان په کار وګماري.


په ۲۰۱۸ م کال کې د آسټرالیا د بشري منابعو ادارې لخوا یوه ترسره شوې څېړنه ښيي چې ۶۸ سلنه کار ګمارونکي نه خوښوي ترڅو له ۵۰ کلونو څخه لوی عمر لرونکي کسان په کار وګماري.

د کرونا وېروس له وبا مخکې د آسټرالیا کاري ځواک له لوی عمر لرونکو سره د تبعیض د مخنیوي په موخه مبارزه کوله، مګر د کرونا وېروس په ټولو کارونو ناوړه اغېزه درلوده.

د تېنکر بېل په نوم نوښتګرې ادارې بنسټ ایښودونکی اډم فیریر وايي ، د آسټرلیا حکومت د معلوماتو پر اساس هغه کسان چې د هغه په صنعت کې کار کوي په منځنۍ توګه ۳۸ کاله عمرونه لري.

هغه وایي چې د اعلاناتو په صنعت کې له لوی عمر لرونکو سره تبعیض عام دی او دا تر ډېره حده،  د اقتصادي مسایلو له امله دی .

نوموړی وايي، لوی عمر لرونکي خلک چې ډېره تجربه لري باید ډېرې پیسی ورته ورکړل شي خو د هغو تجربې ته ارزښت نه ورکول کېږي.

د تېر کال په جون میاشت کې د سینټ لارینس مرکز لخوا په یوه خپاره شوي راپور کی اټکل شوی چې  ۴۰۰ زره آسټرالیایان  د ٥١ او ٦٥  کلونو تر مینځ عمرونه لري، مګر  د کوید-١٩ ناروغۍ له امله یې کاري ساعتونه اغیزمن شوي دي.

د يادې څيړنې موندنې پدې تيار شوي رپوټ کې واورئ.

 


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now