آيا پوهيږئ تاسې خپل يتيم خپلوان اسټراليا ته راوستلی شئ؟

Orphan Relative visa

Source: Getty

د اسټراليا مهاجرت سيسټم کې يوه داسې ويزه هم شته چې له مخه يې اسټراليا کې اتباع او دايمي ويزې لرونکي کولی شي له بهر څخه خپل يتيم خپلوان دعوت کړي. دا (subclass 117) ويزې له لارې ترسره کيږي.


اسټراليا ته له بيلابيلو ويزو سره بهرنيان سفر کولی شي او يو له دغو ويزو څخه د (subclass 117) ويزه ده چې له بهر څخه يتيمان اسټراليا ته راوستل کيږي.

ياده ويزه هم خپل شرايط لري، د ذکر شوې ويزې له لارې يتيم ماشوم اسټراليا ته راتللی شي که چيرې د هغه ماشوم دواړه مور او پلار مړه شوي اوسي، يا لا درکه وي او يا هم د ماشومانو پالنه نه کيږي.

محمد رضا عظيمي په Shada Migration and Education Services کې د مهاجرت اجينټ دی. نوموړی دا مسله لا روښانه کوي او وايي، د يتيمانو ويزې له لارې له ۱۸ کلنو څخه کم عمره ماشومان دعوت کيدلی شي، مور او پلار يې مړه، يا لادرکه او هم د هغه ماشوم پالنه نه کوي.

داچې تاسې څنګه يو يتيم ماشوم اسټراليا ته دعوت کولی شئ، يو مهم شرط يې دادی اسټراليا کې د يتيم ماشوم دعوت کوونکی بايد له ۱۸ کلونو ډير عمر ولري، د اسټراليا تابعيت او يا ديمي ويزه ولري او داسې نور.

د يتيم ماشوم خپلوان بايد مهاجرت ادارې ته د يتيم ماشوم دعوت لپاره غوښتنليک وسپاري. مهاجرت اداره بيا د ماشوم دعوت کوونکي جرمنو سابقه معلوموي او که چيرې کوم جرمي سابقه ولري چې په هغه کې ماشوم شامل وي بيا د ياد کس غوښتنليک لغوه کيږي.

د يو يتيم ماشوم دعوت کولو وخت کې بايد د ياد ماشوم والدينو وفات سندونه او نور اړين اسناد مهاجرت ادارې ته وسپارل شي.

دا ښاغلي احمدي په وينا، اسټراليا ته دعوت شوي يتيم ماشوم ته د اسټراليا دايمي ويزه ورکول کيږي او اسټراليا کې زده کړه او کار کولی شي.

 راچيل له ګانا څخه ده او په ۲۰۱۶ کال کې د يتيم پر ويزه (subclass 117)  اسټراليا ته راغلې.

اغلې وايي مور يې بد روغتيايي حالت درلود چې د نوموړې پالنه يې نشوه کولی او پلار يې هم ورک وه نو ځکه ورته د يتيم ويزه ورکړه شوه او اسټراليا ته راغله.

اغلې وايي، يوازينی هيله يې نيا وه او د هغې مړينې وروسته نور ورته هيڅ هيله نه وه پاتې.

د راچيل ورور اسټراليا کې ژوند کاوه او نوموړي خپل خور او ورور دعوت کړل

دا مهال راچيل د اسټراليا تابعيت لري، پوره وخت کار کوي او ترڅنګ يې زده کړه هم کوي.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now