Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

جنسي ځورونه څه ته وايي او کاري چاپيرال کې ستاسو حقونه کوم دي؟

Inappropriate behavior with a female colleague

د اسټراليا د بشر حقونو نوي رپوټ له مخه، اسټراليا کې له هرو دريو کاريګرو څخه يو يې جنسي ځورونې سره مخ کيږي.


خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By Audrey Bourget, Abdullah Alikhil

سرچینه: SBS



Share this with family and friends


د اسټراليا د بشر حقونو نوي رپوټ له مخه، اسټراليا کې له هرو دريو کاريګرو څخه يو يې جنسي ځورونې سره مخ کيږي.


دا موندنې تيرو پينځو کلونو کې له کاريګرو سره تر مرکو وروسته خپرې شوي.

تاسې بايد پدې پوه شئ چې کاري چاپيريال کې جنسي ځورونه غير قانوني ده او بايد ونه زغمل شي.

اسټراليا کې جنسي ځورونه داسې ده، که چېرې کوم کس د بل کس پر وړاندې داسې يو عمل وکړي کوم چې جنسي اړخ ولري او له هغه عمل څخه هغه کس ځورول کيږي او يا پرې خپه کيږي نو داسې يو عمل ته جنسي ځورونه ويل کيږي.

پدې کې جنسي ټوکې، پرچا تبصره کول، د مينې په نامه له چا سره د ملاقات غوښتنه، د خلکو شخصي ژوند په اړه پوښتنې کول، جنسي خبرو ډک ايملونه او يا پيغامونه استول، جنسي عمل غوښتنه کول، لمس کول، مچو کول او هم فيزيکي اړيکه شامله دي.

جنسي ځورونه کې له جنسي ټوکې نيولې تر جنسي جرم يا بريد دا ټول شامله دي.

د اسټراليا د بشر حقونو کميسيون رپوټ کې ويل شوي چې په تيرو پينځو کلونو کې له پوښتل شوو کسانو څخه ۳۹ سلنه ښځې او ۲۶ سلنه سړي له جنسي ځورونې سره مخ شوي.

په جنسي ځورول شوو کې ډيري ځوانان دي او عمرونه يي له ۲۹ کلونو لږ ښودل شوي.

 

 

که تاسې او يا مو کوم ملګری له جنسي ځورونې سره مخ شي نو څنګه مرسته ترلاسه کولی شئ.

بشپړ رپوټ واورئ.


Latest podcast episodes

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now