نړيواله څيړنه: راتلونکې کې دا مهارتونه کولی شي ستاسو تنخواوې ۵۰۰ سلنه لوړې کړې

Young woman uses visual tablet at night

Source: Getty Images

په یوې نړیوالې څېړنې کې وړاندوینه شوې چې تر ۲۰۳۰ م کال پورې به له هرو ۵ کارونو څخه ۳ کارونه ډیجیټل مهارتونو ته اړتیا ولري.


 د آسترالیا د RMIT پوهنتون راپور ښیي چې په آسټرالیا کې له هرو څلورو ګارګرو څخه یو تن په ډیجیټلي چاپیریال کې د کار مهارت نلري.

د آکسفورد پوهنتون او سنپ انک ادارې لخوا په یوه خپاره شوي راپور کې راغلي چې تر ۲۰۳۰ کال پورې به د هغو ځوانانو په عاید کې ۵۰۰ سلنه زیاتوالی راشي چې د ډیجیټل په برخه کې لوړ مهارتونه لري.

 د سنپ انک عمومی مدیره کترین کارتر وايي، وړاندوینه شوې چې له هرو ۵ آسټرالیایانو څخه ۳ کسان تر ۲۰۳۰ کال پورې په لوړه کچه ډیجیټل مهارتونو ته اړتیا لري. هغه زیاتوي چې د کرونا وبا ځوانان له اقتصادي پلوه ترټولو زیات ځپلي او دوي همدا راز په هغه ډله کې دي چې ښه مهارتونه او لیدلوری لري ترڅو په راتلونکې کې په کاري ځواک کې ښه والی راولي.

تاسو ته مو د نړيوالې څيړنې او داچې راتلونکي کاري مارکيټ کې کومو مهارتونو ته اړتيا لرئ يو رپوټ چمتو کړی چې دلته يې اوريدلی شئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now