اسټراليا کې د ANZAC ورځ لمانځل څه معنی لري او يادې ورځې کې د نورو کلتورونو خلکو برخه څه ده؟
Anzac Day Commemoration _GettyImages-471037450 Source: Anzac Day Commemoration _GettyImages-471037450
هر کال د اپريل چ مياشت پر ۲۵ د ANZAC ورځ لمانځل کيږي او ياده ورځ د ټولو هغو اسټراليايي پوځيانو او ملکي کسانو درناوي لپاره لمانځل کيږي کوم چې د استراليا په جګړو کې وژل شوي دي.د ANZAC ورځ د اسټراليايي ملي سمبول يوه نښه ګرځيدلې او هر کال دا ورځ استراليا کې عمومي رخصتي وي او بيلابيل پروګرامونه هم پر مخ اچول کيږي.يادې ورځې سره ډير بومي اسټراليايان او هم له نورو کلتورونو څخه اسټراليا ته راغلي کسان هم تړلي دي.د ۱۹۱۴ کال اګيست مياشت کې لومړۍ نړيواله جګړه پيل شوه.اسټراليا هغه وخت کې د انګليستان ملتيا وکړه ترڅو مينځني قدرتو سره جګړه وکړي. هغه وخت کې مينځني قدرتونه، جرمني، حنګري، بلغاريا او هم عثماني امپراطوري شامله ول.هغه وخت کې اسټراليا ۴۲۰،۰۰۰ پوځيان يادې جګړې کې برخه لرله چې په هغو کې د اسټراليا بومي خلک هم د اسټراليا ګاونډي ټاپوګانو وګړو برخه لرله.يادو پوځيانو کې ډير داسې هم ول چې اسټراليا ته له نورو کلتورونو څخه راغلي ول يعنی د نورو هيوادو وګړي چې اسټراليا کې ميشت ول هغو هم يادې جګړې کې برخه واخيسته.
شریکول