کرونا ويروس وبا دوران کې ډيرو خلکو انلاين له لارې قمار وهلو ته مخه کړې ولې بله خوا بيا ځوانان انټرنيټي قمار وهلو له ستر خطر سره مخ دي.
د نړۍ ډيرو هيوادونو کې د کرونا ويروس له امله د قمار خونې تړل شوي او خلک نشي کولی فيزيکي قمارخانو ته لاړ شي.
د قمار کمپنی نورې لارې رامينځته کړي ترڅو دا د ميلياردو ډالرو کاروبار جاري وساتي.
دا مهال ډيري خلک انلاين له لارې قمار وهلو ته مخه کړې ، موبايل اپليکيشن يې ډاونلوډ کړي او قمار وهلو ته ادامه ورکوي.
کرونا وبا سره د قمار وهوونکو خوی بدل شوی او داچې اوس ډير قمار انلاين له لارې وهل کيږي ډير ځوانان په قمار وهلو روږدي شوي چې دا ډيره د انديښنې وړ خبر ده.
اسټراليا کې هر کال ۲۴ ميليارده ډالر قمار وهلو کې بايلل کيږي.
نن مو تاسو ته د کرونا وبا او قمار وهلو خوی بدليدو په اړه رپوټ برابر کړی چې دلته يې اوريدلی شئ.




