اسټراليا کې هر کال ډير شمير کسان په اوبو کې ډوبيږي او خپل ژوند له لاسه ورکوي، داچې استراليايي اوبو سره ځان اشنا کول څومره مهمه ده؟ تاسو ته له معلوماتو ډک رپوټ لرو.
اسټراليا کې شاوخوا ۱۰،۰۰۰ سمندرغاړې دي او د اوړي موسم بيا هغه وخت دی چې ډير شمير خلک همدې اوبو غاړو ته ځي او له طبعيت څخه خوند اخلي.
دا خوند ځيني وخت پر مصيبت هم بدليږي ځکه اسټراليا کې که چيرې سمندر غاړو کې له اوبو سره احتياط ونه شي نو خلک بيا خپل ژوندونه هم له لاسه ورکوي.
اسټراليا ته نوي راغلي کسان که هغه مهاجر وي او يا کډوال ډيره کې د اسټراليايي اوبو خطر په اړه معلومات نه لري او له لا ډير خطر سره مخ دي.
پدې رپوټ کې مو تاسو ته د اسټراليا اوبو کې ځان خوندي ساتلو لارو چارو په اړه اړين معلومات راټول کړي چې تاسې له معلوماتو دا ډک رپوټ دلته اوريدلی شئ.






