اسټراليا کې په دکان کې له ايښودل شوو ميوو څخه مړۍ کول، غير راجسټر شوی سپی ساتل بندو ځايو کې سګرټ څکښل او داسې نور جرم دی. اسټراليا کې ډيري داسې وړې تيروتنې دي چې کيدای شي تاسې له ستونزو سره مخ کړي. اسټراليا له نورو هيوادو څخه راغلو ميليونو کسانو کور دی چيرې چې خلک د نړۍ له بيلابيلو هيوادو څخه اسټراليا ته راځي او دلته ميشت کيږي. ډيري مهاجرو لپاره به ځيني کارونه سم ښکاري ځکه چې د هغوی په هيواد کې به ورته د جرم په نظر نه کتل کيږي ولې اسټراليا کې بيا ځيني عادتونه تاسو له ستونزې سره مخ کولی شي. آيا پوهيږئ چې داسې کومې تيروتنې تاسې له ستونزو سره مخوي او د هغو پايلې به څه وي؟ بشپړ رپوټ واورئ.
شریکول





