مولډ د اسټرالیا په کورونو کې عام دی ځکه چې دا په تودوخې، لندبل چاپیریال کې وده کوي، په ځانګړې توګه په هغو سیمو کې چې د اوسط رطوبت څخه پورته وي. تاسو به خپلو کورونو کې مولډ (پوپنک) ليدلی وي ولې کيدای چي د هغې پټو خطرونو باندې پوه نه اوسئ. تاسو ته مو د مولډ خطرونه او مخنيوی راخيستی.
مولډ (پوپنک) په کورونو کې عام دی ځکه چې مولډ په تودوخې او لندبل چاپیریال کې وده کوي، په ځانګړې توګه په هغو سیمو کې چې د اوسط رطوبت څخه پورته وي.
اسټراليا کې وروستي سخت بارانونو او سیلابونو چې د آسټرالیا د ختیځ ساحل بیلابیلې برخې ویجاړې کړې ممکن د مولډ بې ساري خپریدل رامينځته کړي.
دا کولی شي خطرناک روغتیایی ستونزې رامینځته کړي.
مولډ یو ډول فنګسي ده چې په لندبل او خرابې هوا کې ښه وده کوي او د تخمونو په جوړولو سره بیا تولیديږي. تخمونه په هوا کې لیږدول کیږي او ممکن هغو کسانو ته روغتيايي ستونزې رامينځته کړي حساس وي.

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) اټکل کوي چې د اسټرالیا په سلو کې تر پنځوسو کورونو کې مولډ شتون لري او دا کولی شي هغه خلکو ته جدي روغتیایی ستونزې رامینځته کړي چې ورسره مخ کیږي حتی که د لنډې مودې لپاره هم وي.
مولډ (پوپنک) څنګه رامينځته کيږي، کومې روغتيايي ستونزې رامينځته کوي او څنګه ترې ځان ساتلی شئ.






