اسټراليا کې معلولو کسانو لپاره د بيمې ملي پروګرام په اړه اړين معلومات
MAIN IMAGE -NDIS_ready Credit-National Disability Insurance Agency Source: MAIN IMAGE -NDIS_ready Credit-National Disability Insurance Agency
اسټراليا کې د نيشنل ډيسابيليټي اينشورينس سکيم له ميډي کيار وروسته د بيمې تر ټولو لوی پلان ګڼل کيږي او هم دا تر ټولو ستر روغتيايي پلان دی. .د معلولیت بيمې ملي پروګرام موخه داده چې شاوخوا نيم ميليون هغو اسټراليايانو ته روغتيايي خدمتونه وړاندې کړي کوم چې بشپړ ډول سره معلوله دي او دوی ته داسې اسانتياوې برابروي ترڅو دوی خپل يو عادي ژوند ښه شکل سره پر مخ يوسي. ياد پلان چې په کال ۲۰۱۲ کې دليبر حکومت لخوا جوړ شوی اوس هم روان کال کې په دوامداره ډول خپل خدمتونه معلوله اسټراليايانو ته وړاندې کوي.چارواکي وايي چې لا ډير کار ته اړتيا لري تر څو خپل پروګرام هغو کسانو ته هم وروسوي کوم چې پر انګليسي ژبه ښې خبرې نشي کولی يا په بله معنی لومړنۍ ژبه يې انګليسي نه وي. يادې موضوع په اړه تاسو ته يو بشپړ رپوټ لرو چې دلته يې اوريدلی شئ
شریکول


