د اسټراليا ملي ورځ يا د يرغل او ماتم ورځ؟

SBS NEWS

SBS NEWS Source: SBS NEWS

د جنوری ۲۶ د اسټراليا ملي ورځ په توګه لمانځل کيږي. ياده ورځ د اسټراليا استعماري تاريخ سره ډيرې ريښې لري، ځيني اسټراليا کې دا ورځ د ملي ماتم يا وير ورځې په توګه لمانځي بيا ځيني نور پر يادې ورځې فخر کوي او وايي چې دا ددوی ملي ورځ ده.


۱۷۸۸ کال جنوري ۲۶ نيټې باندې لومړي ځل لپاره د انګستان ۱۱ بيړۍ له انګليس بيرق سره اسټراليا خاورې ته ورسيدې او اسټراليا خاورې باندې يرغل له هماغې ورځې پيل شو.

د اسټراليا اصلي اوسيدونکي يا ابروجينالز ياده ورځ د يرغل او هم بقا ورځ ګڼي.

سوال دا پيدا کيږي چې د اسټراليا ملي ورځ ولې وخت تيريدو سره يې معنی بدله شوه..

د اسټراليا ملي ورځ لومړي ځل لپاره ۱۹ پيړۍ لومړيو کې سيدني ښار کې ولمانځل شوه..

تاريخ پوهه ډاکټره Elizabith Kawan چې د اسټراليا ملي ورځې تاريخ په اړه يې يو کتاب هم ليکلی د ملي ورځې لمانځلو مقصد په اړه داسې وايي..

"دې ورځې ته يې د لومړي ځل رسيدو ورځ ويله او هم يې ورته د بڼسټ ورځ ويله.. ياده ورځ د شپې ډوډې يوه محفل کې په کال ۱۷۸۸ کې ولمانځل شوه او دا د انګليسانو لخوا جنوری ۲۶ نيټې باندې په نيو ساوت ويلز کې ولمانځل شوه... ځکه هغه وخت کې هغوی د استعمار پاتې کيدو په اړه انديمښن ول ځکه هغه وخت کې دا کار اسانه هم نه ښکاريده.. نو ځکه دوی هغه وخت کې دې ته ارزښت ورکاره..

په کال ۱۹۸۸ کې د اسټراليا ټولو ايالتو او سيمو دا پريکړه وکړه چې ياده ورځ بايد د اسټراليا ملي ورځې په توګه ولمانځل شي او په کال ۱۹۹۴ کې بيا لومړي ځل لپاره په ياده ورځ کې عامه رخصتي اعلان شوه

د اسټراليا ملي ورځې ته مو کتنه کړې او تاسو ته رپوټ لرو چې دلته يې اوريدلی شئ.


شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service