ماشومان کولی شي لدې څخه هم خوند واخلي او هم د خپل ټولنې له نورو ماشومانو سره پر خپل ژبه خبرې وکړي او د کلتور زده کړه هم ورته ورکړل شي.
اسټراليا کې ځينو ټولنو خپلو ماشومانو ته د هغو ژبې او کلتور ښودلو لپاره ډله يزې لوبي او زده کړې پروګرامونه جوړ کږړي کوم چې ماشومان هڅول کيږي ترڅو پر خپلو مورنيو ژبو خبرې وکړي او هم خپل کلتور سره لا ډير اشنا شي.
اسټراليايي حکومت ټولنې هڅوي ترڅو د خپل ژبې او کلتور بقا لپاره دې کار وکړي او پروګرامونه دې جوړ کړي. اسټراليايي حکومت يادې برخې سره پراخه مرسته هم کوي او د ځينو په وينا اسټراليا کې د ډيرو ژبو ويوونکو څخه حکومت او هم ټولنې ته ډيره ګټه رسيږي.
تاسو ته مو د هغو ټولنو ډليز لوبو پروګرامو په اړه رپوټ برابر کړی کوم چې هڅه کوي خپل مورنۍ ژبه او کلتور ژوندۍ وساتي.