اسټراليا کې هر وګړی ددې حق لري چې يو خوندي چاپيرال کې خپل کار وکړي يا په بله معنی هر کاريګر ته بايد خوندي او هم روغتيا له اړخه مناسب کاري چاپيريال جوړ او برابر وي.اسټراليا کې دقانون له مخه ټول کاروبارونه او ادارې دې ته اړ دي چې خپل کاريګرو ته خوندي کاري چاپيرال رامنځته کړي ترڅو له مخه يې کاريګر له ټپي کيدو ناروغۍ څخه خوندي وي.ولې بيا د اسټراليا د احصائې اداره وايي چې ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کلونو دوران کې له نيم ميليونو ډير خلک اسټراليا کې کاري ځي کې يا خو بيمار شوي او يا هم ټپيان شوي.اسټراليا کې ځيني کارونه له ځانسره خطر لري ولې بيا که بل اړخ ته وکتل شي نو هغه کسان کوم چې بيلابيلو کلتورونو سره اسټراليا ته راغلي او لومړی ژبه يې انګليسي نه وي هغوی بيا کاري برخه کې له ډيرو ستونزو سره مخ کيږي او که کاري چاپيريال کې که هغو ته کومه ستونزه پيدا شي نو نه پوهيږي چې څه بايد وکړي.يادې موضوع ته مو ژوره کتنه کړې او په اړه يې تاسو ته رپوټ لرو چې دلته يي اوريدلی شئ.
شریکول



