Source: Islam Gul Afridi, SBS Pashtoد پاکستان حکومت په کال ۲۰۱۰ کې دولتي او شخصي ادارو کې د کاريګرو جنسي ځورونې مخنيوي لپاره بيلابيلې کميټې جوړې کړې. د بشر حقونو مدافعين بيا وايي، چې يادو جوړو شوو کميټو تر دې دمه ډير موثر فعاليت ندی کړی. ځيني مدافعين وايي، يو ډير شمير ښځې چې له جنسي ځورونې سره مخ کيږي هغوی د هغې رپوټ ورکولو ته زړه نه ښه کوي. مدافعين وايي، د خيبر پښتونخوا ښځې له ويرې خپل جنسي ځورونو پيښو په اړه معلومات يا خبر نه ورکوي. د ملګرو ملتونو ښځو چارو اداره بيا د کميټې غړو ته روزنه ورکوي ترڅو دوی دولتي او هم شخصي ادارو کې د جنسي ځورونې مخنيوي وکړي. د ملګرو ملتونو ښځو چارو ادارې په جوړ شوي کنفرانس کې د جنسي ځورونې مدافعينو زمونږ خبريال اسلام ګل افريدي سره خبرې کړي او
خپور شوی په
By Islam Gul
وړاندې کوونکی Abdullah Alikhil
سرچینه: SBS
Skip to podcast episode content
Share this with family and friends
د پاکستان حکومت په کال ۲۰۱۰ کې دولتي او شخصي ادارو کې د کاريګرو جنسي ځورونې مخنيوي لپاره بيلابيلې کميټې جوړې کړې. د بشر حقونو مدافعين بيا وايي، چې يادو جوړو شوو کميټو تر دې دمه ډير موثر فعاليت ندی کړی. ځيني مدافعين وايي، يو ډير شمير ښځې چې له جنسي ځورونې سره مخ کيږي هغوی د هغې رپوټ ورکولو ته زړه نه ښه کوي. مدافعين وايي، د خيبر پښتونخوا ښځې له ويرې خپل جنسي ځورونو پيښو په اړه معلومات يا خبر نه ورکوي. د ملګرو ملتونو ښځو چارو اداره بيا د کميټې غړو ته روزنه ورکوي ترڅو دوی دولتي او هم شخصي ادارو کې د جنسي ځورونې مخنيوي وکړي. د ملګرو ملتونو ښځو چارو ادارې په جوړ شوي کنفرانس کې د جنسي ځورونې مدافعينو زمونږ خبريال اسلام ګل افريدي سره خبرې کړي او