Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

شفيق مريد اسټراليا کې په نوې بڼه کنسرتونه وړاندې کوي

Shafiq Mureed

Shafiq Mureed Source: Shafiq Mureed fb

د افغانستان وتلی ملي سندرغاړی شفيق مريد په پام کې لري ترڅو اسټراليا کې خپلو زرګونو مينه والو ته کنسرتونه وړاندې کړي. له اس بي اس پښتو خپرونې سره ځانګړې مرکه کې ښاغلي مريد وويل چې له ډير انتظار وروسته يې د موسيقی ډله برابره کړې ترڅو نړيوالو کنسرتونو کې لده سره ژوندي بڼه باندې سندرو ويلو کې ملتيا وکړي او له يو لوړ معيار سره به خپلو مينه والو ته کنسرتونه وړاندې کوي. دا به د شفيق مريد دويم نړيوال کنسرت وي او د هغه په وينا اسټراليا کې به يې مينه وال دده سندرو ترڅنګ د افغانستان نامتو سندغاړو ځيني مشهوره سندرې هم دده په کنسرتونو کې واوري. ښاغلی شفيق مريد د اسټراليا ملبورن ښار کې د جنوری په ۴ نيټه او سيدني ښار کې د جنوری پر ۵ نيټه کنسرتونه وړاندې کوي. له ښاغلي مريد سره اس بي اس پښتو خپرونې ځانګړې مرکه کړې چې تاسې به لا نورې نوې خبرې او معلومات پدې مرکه کې واورئ. بشپړه مرکه واورئ.


خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By Abdullah Alikhil

سرچینه: SBS



Share this with family and friends


د افغانستان وتلی ملي سندرغاړی شفيق مريد په پام کې لري ترڅو اسټراليا کې خپلو زرګونو مينه والو ته کنسرتونه وړاندې کړي. له اس بي اس پښتو خپرونې سره ځانګړې مرکه کې ښاغلي مريد وويل چې له ډير انتظار وروسته يې د موسيقی ډله برابره کړې ترڅو نړيوالو کنسرتونو کې لده سره ژوندي بڼه باندې سندرو ويلو کې ملتيا وکړي او له يو لوړ معيار سره به خپلو مينه والو ته کنسرتونه وړاندې کوي. دا به د شفيق مريد دويم نړيوال کنسرت وي او د هغه په وينا اسټراليا کې به يې مينه وال دده سندرو ترڅنګ د افغانستان نامتو سندغاړو ځيني مشهوره سندرې هم دده په کنسرتونو کې واوري. ښاغلی شفيق مريد د اسټراليا ملبورن ښار کې د جنوری په ۴ نيټه او سيدني ښار کې د جنوری پر ۵ نيټه کنسرتونه وړاندې کوي. له ښاغلي مريد سره اس بي اس پښتو خپرونې ځانګړې مرکه کړې چې تاسې به لا نورې نوې خبرې او معلومات پدې مرکه کې واورئ. بشپړه مرکه واورئ.



Latest podcast episodes

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now