څنګه شاهده شاهين يوه ډاکټره او د پښتو ژبې ليکواله شوه؟

Shahida Shaheen

Shahida Shaheen Source: Supplied SS

ډاکټره شاهده شاهين چې يوه فعاله ډاکټره، ليکواله او شاعره ده له ډيرو کلونو راهيسې پښتو ژبې ته خدمت کوي او د بيلابيلو هغو ټولنو غړيتوب لري کوم چې پښتو ژبې ته کار کوي.


شاهده شاهين د پاکستان خيبر پښتونخوا کې اوسيدونکې ده او دا مهال اسټراليا ته يو لړ ادبي ناستو کې برخه اخيستلو لپاره راغلی.

اغلې يو شمير کتابونه په پښتو او اردو ژبو ليکلي او خپلو ليکنو لپاره ورته يو شمير جايزې هم ورکړل شوي.

شاهده شاهين وايي چې د پښتو ژبې بقا لپاره بايد نړۍ هر ګوډ کې پښتانه لاس په کار شي ترڅو دا ژبه ورکه نشي.

اغلې خپل فعاليتونو په اړه هم خبري کوي چې څومره پاکستان کې ميشت پښتانه ليکوالان د پښتو ژبې بقا لپاره هلې ځلې کوي.

اغلې وايي، اسټراليا کې هم د پښتنو د يوې غښتلې ادبې ټولنې جوړيدو اړتيا ده.

له ډاکټرې شاهده شاهين سره مو مرکه کړې، تاسې بشپړه مرکه دلته اوريدلی شئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now