د افغانستان کرېکټ بورډ تمه لري چې سږکال به له شپږيزې يو شمېر لوبغاړي ملي او الف لوبډلو ته لاره پېدا کړي

Untitled design.png

Credit: Afghanistan Cricket Board

د افغانستان د کورني کرېکټ شپږیزې لسم پړاو سیالۍ په کابل کرېکټ لوبغالى کې راونې دي.


د افغانستان د کورني کرېکټ شپږیزې لسم پړاو سیالۍ په کابل کې راونې دي.

دغه سیالۍ چې د کابل کرېکټ نړیوال لوبغالی کې د راونې جولای میاشتۍ په ۱۹ مه پیل شوې د اګسټ میاشتې تر لومړۍ نیټې به داوم وکړي.

په دې لیګ کې د هېواد له پنځو زونونو ـ سپین غر، آمو، بند امیر، بست او مس عینک لوبډلې برخه لري چې، ټول ټال به ۲۱ سیالۍ ترسره شي.

د شپږیزې لسم پړاو لوبډلو په ترکیب کې په نړیوال کچه د افغانستان پيژندل شوي لوبغاړي، راشد خان، محمد نبي، فضل الحق فاروقي، نور احمد لګڼوال، رحمان الله ګربز، صدیق اتل او عظمت الله عمرزي هم شامل دي.
شپږیزه لیګ د افغانستان له مهمو او مشهورو شل اوریزو لیګونو څخه شمېرل کیږي، چې نږدې هر کل د اوړي په موسم کې په کابل کې ترسره کیږي،

دا لیګ لومړی ځل په ۲۰۱۳ کال کې پیل شو او سږ کال يې لسم پړاو دی.

د کرېکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات، دغه لیګ خورا مهم بولي او وايي، چې تېر کال له دې لیګ څخه ۸۰ سلنه لوبغاړو د افغانستان ابدالیانو لوبډلې ته لاره پېدا کړې وه.

نوموړی تمه لري چې سږ کال به هم له دې لیګ څخه یو شمېر لوبغاړي ملي او الف لوبډلو ته لاره ومومي.
مهرباني وکړئ لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.

د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.


شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
د افغانستان کرېکټ بورډ تمه لري چې سږکال به له شپږيزې يو شمېر لوبغاړي ملي او الف لوبډلو ته لاره پېدا کړي | SBS Pashto