د کابل په نړیوال کرېکټ لوبغالي کې راتلونکې اوونۍ د ملي لوبغاړو په ګډون د شپږیږې لیګ سیالۍ پیلېږي

454001791_1033615095435222_1366133009262323430_n.jpg

Credit: Facebook / Afghanistan Cricket Board

د افغانستان کرېکټ بورډ د کورنیو سیالیو پر داوم دا ځل غواړي د شپږیږې په نوم د افغانستان شل اوریز تجارتي کرېکټ لیګ نهم پړاو ترسره کړي.


شپږیږه کرېکټ لیګ چې ټاکل شوی د کابل په نړیوال کرېکټ لوبغالي کې ترسره شي لوبډلې پکې په پنځو زونونو ویشل شوي دي.

د افغانستان د کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې ددغو لوبډلو په ترکیب به د ملي لوبغاړو په ګډون د افغانستان د کورنۍ کرېکټ د بېلابېلو ګټګوریو لوبغاړي ګډون ولري.

د افغانستان کرېکټ بورډ ددغه لیګ په اړه وايي، چې شپږیږه کرېکټ لیګ د استعدادونو د راڅرګندېدو لپاره یوه ارزښتناکه لړۍ ده او د افغانستان د کرېکټ په وده کې يې د پام وړ مرسته ورسره کړې.

د افغانستان کرېکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات اس بي اس پښتو ته وویل، شپږیږه کرېکټ لیګ د افغانستان له سترو او مهمو لیکونو څخه دی چې موخه يې د نويو استعدادونو موندل دي.

هغه ددغه لیګ ترسره کول نویو لوبغاړو ته د افغان مشهورو او نوموتو لوبغاړو له خوا د تجربو د لېږد تر ټولو ښه فرصت په ګوته کوي.

مهرباني وکړئ لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now