اسټراليا يو له هغو هيوادونو څخه دی په کوم کې چې د پوټکي سرطان پيښې ډيرې دي او بله خوا يو ډير شمير اسټراليايان ګرمې هوا له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.
روان کال نومبر مياشت هم د ريکارډ په کچه تر ټولو ګرمه مياشت ثبت شوه.
اسټراليا کې د هوا پيژندنې اداره اټکل کوي، د سږ کال اوړي موسم به ډير باراني وي او ياد باراني موسم ترڅنګ دا اټکل هم کيږي چې اوړي موسم کې د ګرمې هوا څپه به ډير وخت لپاره په اسټراليا کې شتون ولري، همدې لپاره روان کال کې يو ځل بيا اسټراليايانو ته د ګرمې هوا لپاره خبرداری ورکول کيږي.
کار پوهان وايي، روان اوړي موسم کې بايد په داخلي او هم بهر ځايونو کې له لا ډير احتياط څخه کار واخيستل شي،
داچې ولې اسټراليا کې د اوړي موسم خطرناکه وي او څنګه لدې خطر څخه ځان ژغورلی شو، تاسو ته بشپړ رپوټ لرو چې دلته يې اوريدلی شئ.