آيفون موبايل څنګه انقلاب راوست؟

AAP Image/AP Photo/Kiichiro Sato

AAP Image/AP Photo/Kiichiro Sato Source: AAP Image/AP Photo/Kiichiro Sato

لس کاله پخوا د تکنالوژی يوې سترې کمپنۍ اپل داسې يو زيرک موبايل نړۍ ته وړاندې کړ چې د ډيرو په وينا دا يو انقلابي موبايل وه او هغه ته يې نوم ايفون ورکړ.يادې کمپنۍ د موبايل ټکنالوژي او داچې خلک څنګه کار کوي، څنګه يو له بل سره اړيکې نيسي او هم معلومات څنګه پروسيس کيږي دې ټولو بڼې يې بدلې کړې او پر يادو او نورو برخو يې هم د پام وړ اغيز وشينده.ولې بيا ځيني رپوټونو وايي دې انقلابي بدلون د خلکو ژوند کې خاص بدلون ندی راوستی او نه هم د خلکو ژوند کې يې ښه والی راوستی. مونږ پخوا زيرک موبايلونه هغو موبايلو ته ويل کومو چې کيبورډ درلود او ډير محدود انټرنيټ يې لاره. ولې کله چې ايفون رامنځته شو نو هغه هر هغه څه يې بدل کړل کومو سره چې عادت وو. د ايفون رامنځته کيدو وروسته تر اوسه له يو ميليارد ډير مبايلونه خرڅ شوي.دا مهال په نړۍ کې ۲ ميليارده زيرک مبايلونه کارول کيږي او هماسټراليا کې ۱۶ ميليونه زيرک موبايلونه کارول کيږي او د اسټراليا د مارکيټ ۸۴ سلنه خلک هم زيرک موبايلونه کاروي. داسې اټکل کيږي چې د ۲۰۱۷ کال تر ختمه به د نړۍ نفوس دريمه برخه لږ تر لږه يو زيرک موبايل ټليفون ولري.يادې موضوع په اړه تاسو ته يو رپوټ لرو چې دلته يې اوريدلی شئ.



شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now