اسټراليا ته روان مالي کال کې ۲۷۰،۰۰۰ مهاجر راځي

Business leaders have urged the Australian government for migration

Source: AAP

آيا پر اسټراليايي ښارونو د مهارت لرونکو مهاجرو بوج دی او که د بهرنيو زده کوونکو؟


کله چې د اسټراليا فدرالي حکومت د ۲۰۱۹ کال بوديجه اعلانه کړه نو يو څه چې ډيرو ته په زړه پورې وه هغه اسټراليا ته د مهاجرو راتګ شمير وه کوم چې په لنډمهالو ويزو اسټراليا ته راځي او لويو ښارونو کې اوسيږي.

د اسټراليا حکومت اعلان وکړ چې په لويو ښارونو کې ګڼې ګوڼې کمولو لپاره به هر کال ۱۶۰،۰۰۰ مهاجر دايمي اوسيدو لپاره اسټراليا ته دعوت کوي او دا د تير کال شمير څخه ۳۰،۰۰۰ کمښت په ګوته کوي يعنې لدې وروسته ۳۰،۰۰۰ لږ مهاجر اسټراليا ته دايمي اوسيدو لپاره راستل کيږي.

بله خوا اسټراليا ته زرګونه ډير زده کوونکي او هم هغه مهاجر راځي کوم چې لنډمهالو ويزو سره اسټراليا کې اوسيږي.

اسټراليا کې کار پوهان وايي، پر لويو ښارونو د ګڼې ګوڼې بوج د بهرنيو زده کوونکو او لنډمهاله ويزه لرونکو مهاجرو دی نه داچې هغه مهارت لرونکي مهاجر کوم چې حکومت يې هر کال اسټراليا ته دعوت کوي.

 

يادې مؤضوع په اړه بشپړ رپوټ دلته واورئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now