د طالبانو او افغان حکومت ترمينځ سولې ته پاکستان او افغانستان کې دننه کړۍ خنډونه جوړوي.
پاکستاني خبريال او سياسي چارو شنونکی شميم شاهد چې د سيمې حالاتو له نږدې څيړنه کوي له اس بي اس پښتو خپرونې سره مرکې دوران کې وويل، له طالبانو سره د امريکا هوکړې څخه مخکې بايد د طالبانو او افغان حکومت راتلونکی دريځ روښانه شوی وای.
د ښاغلي شميم په وينا، د طالبانو او افغان حکومت ته د سولې ترلاسه شوي فرصت لپاره ګاونډي هيوادونه خنډونه جوړوي ځکه د نوموړي په وينا ګاونډيو هيوادو کې ځيني کړۍ خپل بقا د افغانستان په جګړه کې ګوري.
ښاغلي مرکې دوران کې د رسنيو پر رول هم نيوکې وکړې او وويل،" پاکستان کې رسنيو د افغانستان مسلې ته سم پوښښ ندی ورکړې. پاکستاني رسنۍ بايد ددې پر ځای چې پر افغان مسلې بيلابيل نظرونه رواخلي چې دا ډيره کې مرسته نه کوي دوی دې دا مسله افغانانو ته پريږدي چې حل يې کړي."
شميم شاهد چې له طالب مشرانو سره يې هم ناستې او خبرې کړي وايي، طالب مشرانو ماته وويل چې غواړي سوله وکړي ولې نه پريښودل کيږي."
د ښاغلي شميم په وينا پاکستان کې هم داسې کړۍ شته چې افغانستان کې امن نه غواړي.

د پاکستاني طالبانو په اړه ښاغلي وويل،" د طالبانو نوم د پښتنو وه ولې پاکستان کې ډيري طالبان پنجابي طالبان ول چې واک يې پنجابيانو سره او افغانستان سره وه."
د ښاغلي په وينا، پيښور کې پر پوځي ښوونځي بريد وروسته يوازې پښتانه طالبان د حکومت لخوا ځپل شوي ولې بله خوا پينجابي طالبانو خلاف هيڅ عمل ندی شوی چې دا د پاکستاني حکومت د "اکشين پلان" خلاف عمل دی.
که بيا افغانستان کې جګړه پيل شي نو د پاکستان په ګډون به يې اغيزې پر نورو ګاونډيو هيوادو هم وي.
زمونږ همکار اسلام ګل افريدي له ښاغلي شميم شاهد سره مرکه کړې چې تاسې بشپړه مرکه دلته اوريدلی شئ.





