جنوبي اسټراليا کې د پښتنو ټولنه او غړي يې وستايل شول

2018 Governor’s Multicultural Awards Source: Uzair Safi
د اسټراليا جنوبي ايالت اډيليډ ښار کې د پښتون ټولنې فعاليت او د هغې مشرتابه کړنې د ياد ايالت ګورنر جنرال لخوا وستايل شوی. جنوبي ايالت کې د ګورنر جنرال لخوا ياد ايالت کې څو کلتوريزې برخې ټولنو او هم د هغو غړو ته د غوره لاسته راوړنو لپاره ستاينليکونه يا جايزې ورکړل شوې. د جنوبي اسټراليا ګورنر جنرال لخوا د پښتو ټولنې د غوره فعاليت لپاره او هم د يادې ټولنې مشر عزير صافی او بل غړي زبير صافي ته د ښه خدمت او ټولنې کې فعاله ونډې لپاره ستاينليکونه ترلاسه کړل. اس بي اس پښټو خپرونې په جنوبي اسټراليا کې د پښتو ټولنې له مشر ښاغلي عزير صافي سره مرکه کړې او د يادې جايزې او هم د پښتو ټولنې پر فعاليتو يې خبري کړي. بشپړه مرکه دلته واورئ.
شریکول