اسټراليا ته د پناه غوښتونکو کښتیو راتګ اوس هم جريان لري

The boat carrying 20 Sri Lankans was intercepted last week.

The boat carrying 20 Sri Lankans was intercepted by the authorities Source: Supplied

لومړي ځل لپاره د پناه غوښتونکو څخه ډکه کښتۍ د اسټراليا اوبو ته رسيدو وروستپ پناه غوښتونکي يې کريسميس ايليند کې طی مراحل وروسته بيرته خپل هيواد ته واستول شول.


د استراليا کورنيو چارو وزير پيټر ډاټونوايي چې د استراليا فدرالي ټاکنو وروسته قاچاقبرو يو ځل بيا د اسټراليا حکومت پاليسي ازمايي او خلک بيړيو کې اسټراليا لور ته استوي.

پيټر ډاټون پر ليبر ګوند نوي مشر انتوني البنيزي غږ کړی ترڅو ليبر ګوند دې د پناه غوښتونکو او يا کډوالو پر وړاندې خپل دريځ سخت کړي.

تيره اونۍ له پناه غوښتونکو څخه ډکه کښتۍ چې پکې ۲۰ سريلانکايي پناه غوښتونکي سپاره ول د اسټراليا اوبو ته رسيدو خبر ورکړل شو.

د اسټراليا حکومت تل د پناه غوښتونکو بيړيو راتګ خبر نه خپرولو لپاره تر نيوکې لاندې وي او حکومت وايي چې ملي امنيت ته خطر له وجې نه غواړي چې دا معلومات له نورو سره شريک کړي.

داچې سريلانکايي پناه غوښتونکو سره څه وشول بشپړ رپوټ واورئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now