اسټراليا کې د پناه غوښتونکو پر وړاندې پاليسي د ډيرو نړيوالو ادارو له سختو نيوکو سره مخ ده ځکه چې دا مهال اسټراليا کې دننه او له اسټراليا څخه باهر په توقيف ځايو کې د زرګونو په شمير پناه غوښتونکي له يو نا معلوم حالت سره مخ دي.
د اسټراليا کې د ۲۰۱۳ کال ټاکنو وروسته د اسټراليا نوي حکومت اعلان وکړ چې اسټراليا ته د غير قانوني پناه غوښتونکو راتګ بندولو لپاره به تر ټولو سخته پاليسي وړاندې کوي، هماغه وه چې له ټاکنو بري وروسته د اسټراليا نوي حکومت پاليسي پلي شوه او ټولې هغه بيړۍ کوم چې له اندونيزيا څخه يې پناه غوښتونکي اسټراليا ته راوړل هغه بيرته اندونيزيا ته تاوې شوې او دا علان هم وشو چې هر هغه کس کوم چې اوبو له لارې اسټراليا ته غير قانوني راځي هغوی اسټراليا کې نه قبليږي او د ياسې پاليسې اعلنا نيټې څخه وروسته چې کومو کسانو کډوالی لپاره غوښتنليک هم ورکړی وه هغوی ته هم له دايمې ويزې ورکړې څخه انکار وشو، لدې سره د زرګونو په شمير پناه غوښتونکي او کډوال اسټراليا کې دننه او له اسټراليا څخه باهر په توقيف ځايو کې له يو نا معلوم حالت سره مخ شول.
صفي الله نايبخيل افغان کډوال دې کوم چې له شپږو کلونو راپديخؤا اسټراليا کې ژوند کوي ولې تر اوسه يې راتلونکی ندی معلوم.
له ښاغلي سره مو مرکه کړې او د هغه سفر څخه نيولې اوسنۍ حالت مو هم راخيستی د ښاغلي صفي الله بشپړه مرکه دلته اوريدلی شئ.