اسټراليا کې د ځوانانو ټولنې لخوا جوړ شوی کريکټ ټورنمنټ پای ته ورسيد

Multicultural Cricket Tournament was hosted by Afghan Australian Youth Association

Multicultural Cricket Tournament was hosted by Afghan Australian Youth Association Source: AAYA

د اسټراليا نيو ساوت ويلز ايالت کې ځوانانو يوه نوې ټولنه(د افغان اسټراليايي ځوانانو ټولنه) جوړه کړې او لومړی ګام کې يې د کريکټ څو کلتوريز جام جوړ کړ.


په ياد کريکټ جام کې ۱۲ لوبډلو او شاوخوا ۱۹۰ لوبغاړو برخه واخيسته او ياد جام برياليتوب سره پای ته ورسيد.

د ځوانانو ټولنې په وينا دا يو ډير مهم ګام وه چې يادې ټولنې پورته کړ ترڅو ځوانان سره راټول کړي او دې لپاره د ځوانانو او هم ټولنې له پراخ غبرګون سره مخ شول.

په جوړ شوي کريکټ جام کې له پاکستان، هند، بنګله ديش او سريلانکا څخه هم لوبډلو ګډون کړی وه چې بيا پای لوبه د دوو افغان لوبډلو هر يو سلطان کريکټ اکاډمي او هم افغان سټرايکرز لخؤا تر سره شوه.

AAYA hosted a Multicultural Cricket Tournament
AAYA hosted a Multicultural Cricket Tournament Source: SBS Pashto

د ځوانانو د ټولنې جوړ شوي کريکټ جام اتله لوبډله سلطان کريکټ اکاډمي شوي کوم چې پای لوبې کې يې افغان سټرايکرز ته ماتې ورکړه.

Afghans preform Atan during the multicultural cricket tournament finals hosted by AAYA
Afghans preform Atan during the multicultural cricket tournament finals hosted by AAYA Source: AAYA

شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now