اسټراليا کې د ايمز اداره چې له کډوالو او مهاجرو سره کار کوي يوه نوې سروې ترسره کړې کوم کې چې د کډوالو او مهاجرو کار موندلو برخې ته يې کتنه کړې.
د يادې سروې له مخه ۶۰ سلنه له نوو راغلو کسانو څخه چې کار نشي موندلې د افغانستان،چين،هند،ويتنام،سوريه او لبنان هيوادو څخه دي.
ډيره کې دا موندل شوي چې کار ورکوونکې ادارې له نوو راغلو مهاجرو او کډوالو څخه تل د ځايي تجربې غوښتنه کوي او هم د همدې کسانو نومونه انګليسي ورته نه دي نو ځکه دوی حتی کاري مرکې هم نشي ترلاسه کولی.
يادې سروې په اړه مو د AMES ادارې کارکوونکي عبيدالله محک سره خبرې کړي چې د ښاغلي بشپړه مرکه دلته اويدلی شئ.






