د غان (افغان) نړيوال فلم فيستيوال چې په اسټراليا کې يوازينی فيسيتوال شميرل کيږي يو ځل بيا د اسټراليا ګڼو ښارونو کې پر مخ اچول کيږي. سيډني ښار به د افغاني فلمونو اووم نړيوال فيستيوال کوربه وي.
اسټراليا کې د افغاني فلمونو کلنۍ نړيوال فيسيتوال پيل شوی او په پام کې ده چې بيلابيلو ښارونو کې پر مخ واچول شي.
دا فيسيتوال چې د GIFFA په نوم پيژندل کيږي په اسټراليا کې ميشت فهيم هاشمي سره د ګڼ شمير رضاکارانو هر کال پر مخ اچول کيږي.
اس بي اس پښتو خپرونې سره په مرکه کې د ياد فيسيتوال يو رضا کار ښاغلی عارف حليمي وايي، ياف فيسيتوال کې د نړۍ له ګوډ ګوډ څخه افغاني فلمونه نندارې ته وړاندې کيږي.
د ښاغلي په وينا، د فلمونو ټاکنه د يوې ډلې لخوا چې پکې اسټراليايان هم برخه لري ترسره کيږي.
سيډني ښار به دوو ورځو لپاره د افغان فلمونو نړيوال فيسيتوال کوربه وي او دا د ياد ښار لويديځ پاراماتا کې د نومبر مياشت پر ۲۸ او ۲۹ پر مخ اچول کيږي.
لا ډير معلومات Ghan International Film Festival Australia فيسبوک پاڼې څخه ترلاسه کولی شئ.
نورو معلوماتو لپاره د ښاغلي حليمي مرکه واورئ.




