د افغانستان کرېکټ بورد وايي، له هندوستان سره د دریو شل اوریزو لوبلړۍ لپاره بشپړ چمتووالی لري

Pakistan v Afghanistan - ICC Men's Cricket World Cup India 2023

دا لومړی ځل دی چې افغانستان او هندوستان په خپلو منځنو کې د شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ ترسره کوي. Credit: Matthew Lewis-ICC/ICC via Getty Images

ټاکل شوې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله د راونۍ جنورۍ مېاشتې په ۱۱ مه د هندوستان له ملي لوبډلې سره د دریو شل اوریزو لوبو لوبلړۍ پیل کړي.


دغه لوبلړۍ چې د هند په کوربتوب ددغه هېواد په درېیو بېلابېلو نړیوالو لوبغاړو کې ترسره کیږي لومړی هغه به يې د راونۍ جنورۍ پر ۱۱مه د پنجشنبې په ورځ ترسره شي.

د داوړو کرېکټ بورډونو لخوا د اعلان شوې مهالویش له مخې دویمه لوبه د جنورۍ پر ۱۴ مه او درېیمه او وروستۍ لوبه د همدې میاشتې پر ۱۷مه ترسره شي .

د افغانستان کرېکټ بورد د جنورۍ په ۶مه ددغه لوبلړۍ لپاره د ځوان لوبغاړي ابراهیم ځدران تر لوبډله مشرۍ لاندې خپل ۱۹ کسېز لوبډله اعلان کړه.

په اعلان شوې لوبډله کې راشد خان هم شته خو دا لا نه ده معلومه چې هغه به د لوبې جوګه شي او که نه.

په دغه ۱۹ کسېزه لوبډله کې د لوبډلمشر ابراهیم ځدران ترڅنګ، رحمن الله ګربز، حضرت الله ځاځي، اکرام علي خېل، رحمت شاه زرمتی، محمد نبي، نجیب الله ځدارن، کریم جنت، عظمت الله عمرزی، شرف الدین اشرف، مجیب الرحمن، فضل الحق فاروقي، فرید احمد ملک، نوین الحق، نور احمد لکڼوال، قیس احمد، سلیم ساپی او کلبدین نایب شامل دی.

د افغانستان کرېکټ بورد چارواکي وايي، د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د یادې لوبلړۍ لپاره پوره چمتووالی لري او هیله مند دي چې دغه سیریز به په راتلونکو سیالیو کې د افغان لوبډلې په چمتووالي کې مرسته وکړي.

د کرېکټ بورد ویاند سید نسیم سادات له اس بي اس راډیو سره په خبرو کې دغه لوبلړۍ د افغان لوبډلې لپاره ارزښتاکه وبلله او په وینا يې؛ له هندوستان سره دغه شل اوریز سیریز به د افغان لوبغاړو لپاره ګټور وي.

مهرباني وکړئ لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.

شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service