د افغانستان یو شمېر مطرحې سیاسي او د مخکیني حکومت چارواکي تېره اوونۍ په ترکیه کې سره را ټول شوي وو، ترڅو د دوی په باور د اوسني ناسم سیاسي او امنیتي وضعیت او له شته کړکیچ څخه د راوتلو په اړه خبرې اترې وکړي.
په افغانستان کې د جمهوریت له پرځیدو وروسته، دا په یو بهرني هېواد کې د طالبانو د مخالفو څېرو علني غونډه وه.
په دغو سیاسیونو کې پخواني جهادي رهبر استاد عبد رب الرسول سیاف، د ولسي جرګې پخواني رییس میر رحمن رحماني، محمد محقق، کریم خلیلي، احمد ضیا مسعود، صلاح الدین ربانی، عطا محمد نور او ځینې نورې پیژندل شوې څیرې شاملې وې.
د راپورونو له مخې د دغو سیاسیونو چې شمېر يې ۴۰ تنه ښودل شوې د افغانستان د ژوغورلو لپاره د مقاومت عالي شورا په جوړیدو هوکړه وکړه.
یادو سیاسیونو له دې ناستې وروسته خپله ګډه اعلامیه په دوو برخو کې خپره کړه.
د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت په نوم دې شورا په خپله اعلامیه کې وویل چې د دې شورا جوړیدل اوسني حالته د افغانستان د وتلو لپاره اغیزناک دي.
په خپره شوې اعلامېه کې راغلي ول چې د دوی فعالیتونه به په دوو برخو ورټول وي چې لومړي هغه يې خبرې اترې او دویم يې پوځي ګامونه پورته کول دي.
اعلامیه کې له وسله والو طالبانو غوښتل شوي وه چې افغانستان دې له دې زیات نور نه ورانوي او د ستونزو د حل لپاره دې خبرې وکړي.
همدارز طالبانو ته ویل شوي وه چې هېڅ ډله نشی کولای په زور په افغانستان کې پایدار حکومت ولري.
خو پوښتنه دا ده چې ایا عام افغانان له دغو سیاسیونو چې په تېرو شلو کلونو کې يې په تېر جمهوري نظام کې لوړې دندې درلودې او ډیر ځلي يې هم د هغه نظام مخالف دریځ غوره کړی وه له دې وروسته ورڅخه کومه تمه لري او که نه ؟
یو شمېر افغانانو د همدې پوښتنې په ځواب کې له اس بي اس راډیو سره په خبرو کې وویل، چې دا څیرې ازمایل شوي دي او نور باید خپلې ناکامې تجربي او هڅې تکرار نکړي.
د دوی په وینا په ترکیه کې د دغو سیاسونو راټولیدل د ملي ګټو پر ځای خپلو ګوندي ګټو ته ترجیح ورکول دي چې په همدې پار د دوی استازیتوب نشي کولای.
دغه شمېر افغانان د وسله والو طالبانو له سرپرست حکومت څخه هم غواړي چې هغه څېرو او سیاسي مشرانو ته په خپل حکومت کې ونډه ورنکړي چې په تېره جمهوري نظام کې په فساد ککړ ول او تل يې د افغان ملت په حق کې جفا کړې.
لا ډير معلومات، د خلکو او چارواکو نظرونه په تيار شوي رپوټ کې واورئ.



