د طالبانو مشرتابه: د ښځو ټول شرعي حقوق تامین شوي, افغان مېرمنې وايي دوی له جنسیتي تبعیض سره مخ دي

The Taliban delegation look on during the presentation of the final declaration of the peace talks between the Afghan government and the Taliban in Qatar.

The Taliban delegation look on during the presentation of the final declaration of the peace talks between the Afghan government and the Taliban in Qatar. Source: AFP

په داسې حال کې چې د طالبانو په راتګ سره افغان ښځې د زده کړو، کار او ګڼو نورو اساسي حقونو بې برخې شوي د دې ډلې مشرتابه په خپل اختریز پیغام چې د یکشنبې په ورځ خپور شوو ادعا وکړه چې د دوی په حاکمیت سره د ښځو ټول شرعي حقوق تامین شوي دي.


د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده په خپل اختریز پیغام کې ویلي؛ د افغان ښځو ټول حقوق یوازې په نکاح او میراث پورې محدودی شوي او زیاته کړې وه چې د طالبانو له حاکمیت وروسته؛ د میرمنو اجباري نکاح او په بدو کې يې ورکولو په شمول له نورو ګڼو راوجې ظلمونو څخه د ژغورولو په پار لازم اقدمات اخېستل شوي دي.

ملا هبت الله په خپل دې پیغام کې سربېره پر دې چې ښځې د ټولنې د نیمايي برخې په توګه یاد کړې وي خو له دې سره سره يې د هغوي د زده کړو مسله چې د طالبانو له حاکمیت راپدیخوا په کور دننه او نړیواله سطح غبرګونونه راپارولي څه نه دي ویلي.

په پیغام کې دې موضوع ته په اشارې سره راغلي چې د ټولنې د نیمې برخې په توګه د میرمنو اصلاح، حجاب، عفت، له اختلاط څخه مخنیوي او د اسلامي شریعت تر سیوري لاندې د باسعادته ژوند په مسیر د برابرولو په موخه لازم اقدامات شوي دي.

د طالبانو د مشرتابه پیغام کې دا هم راغلي" د ښځو نورو حقونو د تامین په برخه کې ټول ادارت د میرمنو په مرسته مکلف شوي دي." خو دا یادونه يې نه ده کړې چې نور کوم حقونه او ایا د نجونو او ښځو د زده کړو او کار حق ته يې هم حکومت څه پام کوي او که نه؟

د طالبانو مشرتابه دغو څرګندونو ته په غبرګون کې یو شمېر افغان نجونې او میرمنې بیا وايي، چې طالبانو د دوی اساسي حقونه ورڅخه اخیستي او ورځ تر بلې پرې د ژوند کړۍ تنګه وي.

دوی زیاته کړه، د طالبانو له راتګ وروسته د انجونو پر وړاندې د ښوونځیو او پوهنتونو دروازو تړل کېدو سربېره ښځې له کار کولو راګرځول شوي دي.

پدې اړه کابل څخه بشپړ رپوټ واورئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now