د طالبانو له وياند سهيل شاهين سره ځانګړې مرکه

Suhail Shaheen, Taliban spokesperson

Source: Supplied

د اسټراليا لومړی وزير سکاټ موريسن د طالبانو هغه زنداني نه خوشې کيدل غواړي کوم چې د دريو اسټراليايي پوځيانو پر وژنه محکوم شوی. طالبان وايي، د اسټراليا دا دريځ معقوله ندی.


اس بي اس پښتو خپرونې په قطر کې د طالبانو وياند سهيل شاهين سره مرکه کړې او د سولې پروسې او همدا رنګه نورو اړوندو موضوعاتو په اړه يې د طالبانو نظر غوښتی.

د بين الافغاني سولې خبرو لړۍ وخت نا وخته له ځينو خنډونو سره مخ کيږي او يو ستر خنډ د ټولو هغو طالب بنديانو نه خوشې کول دي کوم چې د امريکا او طالبانو ترمينځ پرې هوکړه شوې او د لويې جرګې پريکړې او د افغان ولسمشر محمد اشرف غني فرمان وروسته بايد خوشې شوي وای.

طالب بنديانو کې ځيني داسې کسان هم شته کوم چې د بهرنيو ځواکونو پر وژنه محکوم دي او د همدې هيوادونو فشارونو له امله دا بنديان تر اوسه ندي خوشې شوي.

د اسټراليا لومړي وزير سکاټ موريسن د اګيسټ مياشت په ۹ نيټه وويل "حکمت الله د دريو اسټراليايي پوځيانو پر وژنه محکوم شوی او نوموړی بايد هيڅکله له زندان څخه خوشې نشي."

ښاغلي زياته کړه "مونږ پدې باور نه يو چې د حکمت الله خوشې کيدو سره به سيمه کې امن راشي. دا زمونږ دريځ دی او دا دريځ به دوامداره او کلک ساتو."
Hekmatullah, the Afghan soldier who killed three Australian troops.
Hekmatullah, the Afghan soldier who killed three Australian troops. Source: Four Corners
د اسټراليا لومړي وزير سکاټ موريسن څرګندونو په ځواب کې د طالبانو وياند سهيل شاهين اس بي اس پښتو خپرونې ته وويل " حکمت الله په اړه د اسټراليا د حکومت دريځ د بين الافغاني سولې خبرو پر وړاندې خنډ جوړ کړی او دا خبرې يې درولي."

د ښاغلي شاهين په وينا، د طالب زندانيانو ليست له امريکا سره تر هوکړې دوه مياشتې مخکې له امريکايي چارواکو سره شريک شوی وه چې بيا دا ليسټ امريکا له افغان حکومت او نورو بهرنيو هيوادونو سره شريک کړ.

ښاغلي شاهين زياته کړه، "که چيرې خبر د حساب ورکولو شي، سلګونه او زرګونه افغانان د همدوی له وجې وژل شوي او اسټراليا دې لومړی دې ته ځواب ورکړي."

د افغانستان امنيت شورا وياند جاويد فيصل اس بي اس پښتو خپرونې ته ويلي، د طالبانو نږدې ټول زندانيان خوشې شوي او طالبان دې هم خپل ژمنه پوره کړي او پاتې افغان حکومت زندانيان خوشې کړي.

ښاغلي فيصل زياته کړه " له نورو هيوادونو سره دوه اړخيزې او هم درې اړخيزې خبرې روانې دي او دا خبرې دې لپاره نه کيږي چې د زندانيانو خوشې کولو پر مسلې فشار وارد شي بلکې دې لپاره چې دا درک شي د يادو زندانيانو په اړه بهرني هيوادونه څه دريځ لري."

د حکمت الله خوشې کيدو په اړه ښاغلي فيصل وويل، " افغان حکومت له اسټراليا سره پر خپل همکاری او ملګرتوب ژمن دی او د اسټراليا حکومت او د قرباني شوو اسټراليايانو کورنيو خوښې او رضا پرته حکمت الله نه خوشې کوي."
Javid Faisal, Spokesperson, Office of the National Security Council.
Source: GMIC
د طالبانو وياند سهيل شاهين په وينا، افغان حکومت زندانو کې ۱۶،۰۰۰ طالبان بنديان ول او له ۵۰۰۰ طالب بنديانو خوشې کولو سره بيا هم ۱۱،۰۰۰ د حکومت زندانو کې پاتې کيږي.

ښاغلی وايي، د بين الافغاني خبرو پيل وروسته دريو مياشتو کې د نورو زندانيانو تبادله کيږي.

اس بي اس پښتو خپرونې د اسټراليا بهرنيو چارو او سوداګرۍ وزارت څخه د بنديانو تبادلې په اړه نظر وغوښت ولې له هغوی څخه يې کوم ځواب ترلاسه نه کړ.

 

 

 

 


شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service