په افغانستان کې د طالبانو سرپرست حکومت ویلي چې د هېواد په کچه په لویو ملي مسلو د بحث په پار لویه غونډه جوړوي چې تر اوسه يې ورته سرلیک نه دی غوره کړی.
د دې غونډې د رابللو او چمتوالي په موخه وار د مخه سیاسي کمېسیون جوړ شوی دی.
سره له دې چې د وسله والو طالبانو د سرپرست حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وزیر شهاب الدین دلاور تېره اوونۍ په یوه خبري ناسته کې د دې جوړیدونکي غونډې له پاره د لویې جرګې کلمه وکاروله، خو اوس د هغوی د حکومت یو ویاند انعام الله سمنګاني اس بي اس ته وویل چې دې غونډې ته تر اوسه پر هېڅ ډول سرلیک باندې هوکړه نه ده شوې.
سمنګاني په خپلو خبرو کې دا ومنله چې د هېواد په کچه د لویو مسلو پر سر بحث ته د دغه راز یوې غونډې تابیا نیول کیږي.
هغه وویل، د دې غونډې د جوړولو د څرنګوالي، غړو او اجنډا په اړه پر یوه ټولنیزه طرحه کار راون دی چې تر بشپړیدو وروسته به يې د حکومت کابینه تصویب او د طالبانو مشرتابه تاید کړي.
د چارو خاوندان د دې عنعنوي لويې جرګې او یا غونډې د جوړیدو په اړه بیلابیل لید لوري لري.
له دې ډلې یوشمیر هغه د طالبانو له دې اقدام څخه هر کلي کوي او وايي، که په مناسب وخت کې دا غونډه راوبلل شي او واقعي لویه جرګه وې نو پایله به يې ښه وي.
د دوی په باور د ملت غوښتنه همدا وه چې وسله وال طالبان باید دوی ته رجوع وکړي او له دوی مشروعیت واخلي چې یواځنې لاره يې همدا لویه جرګه او یا هم ټاکنې دي.
خو یو شمېر کتونکي بیا دا طالبانو له اقدام څخه په نیوکې سره وايي، چې د تاریخ په اوږدو کې ډیرې دغه ډول راغوښتل شوې جرګې اغیزمنې نه وي، ځکه د وخت واکمنانو یوازې پرې خپلو نظامونو ته مشروعیت ورکړ، او ښايې چې دا جرګه په اوسنیو شرایطو کې کومه پایله له ځانه سره ونلري.
دوی زیاتوي چې لویه جرګه د افغانانو یو تاریخي عنعنه ده خو اوس وخت کې د دې لویې جرګې اجنډا معلومه نه ده چې د څه لپاره رابلل کیږي.
بشپړ رپوټ د سپيکر تڼۍ کليکاږلو سره واورئ.



