د پاکستان پوځ او ديني مدرسو ترمينځ نوی کړکيچ

Tensions between the Pak Army and the Madrasas

Tensions between the Pak Army and the Madrasas Source: Collage

د پاکستان د پوځ وياند خپل وروستي رسنيز کنفرانس کې اعلان وکړ چې پاکستان کې به د مدرسو فعاليت د پاکستان پوهنې وزارت ته سپارل کيږي.


پاکستان کې له ديرشو زرو ډيرې ديني مدرستې فعاليت کوي او په يادو مدرسو کې تر ۲۵ سوه زرو زده کوونکي زده کړې کوي.

د پاکستان ازادی پر مهال ياد هيواد کې يوازې ۲۴۷ مدرسو فعاليت کاوه، او کله چې افغانستان کې په کال ۱۹۸۰ کې د روسانه خلاف جګړه پيل شوه نو هغه مهال پاکستان کې ۲۸۰۰ مدرسې جوړې شوې وې.

دا مهال پاکستان له ديرشو زرو ډيرې مدرسې فعاليت کوي او د پوځ وياند په وينا شاخوا ۱۰۰ مدرسې داسې دي کوم چې سخت دريځي خپروي.

بله خوا پاکستان کې ۲۰ ميليونه کسان له زده کړې بې برخه دي.

د پاکستان د پوځ وياند خبرو د اسلامي ګوندونو او مذهبي چارواکو غبرګونونه راپارولي.

دا مهال پاکستان کې پر افغاني زده کوونکو هم سختي ډيره شوې او مدرسې اړ شوي ترڅو افغان زده کوونکو په اړه معلومات له پاکستاني چارواکو سره شريک کړي.

تاسو ته مو د پاکستان د پوځ وياند خبرې او پر وړاندې يې غبرګونونه پدې رپوټ کې ځای کړي.

زمونږ د همګار اسلام ګل افريدي بشپړ رپوټ واورئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now