د افغانستان ټاکنو او ټاکنيزو شکايتو کميسيونونه له يو بل څخه سر ټکوي

Independent Election Commission of Afghanistan

Source: Social media - public domain

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کميسیون وايي، د انتخاباتو خپلواک کمیسیون له لوري د ولسي جرګې د لومړنیو نتایجو په اعلان کې ځنډ د دوی پر مهالوېش هم ناوړه اغيز کړی. ټاکل شوې وه چې د قوس میاشتې تر ۱۰مې پورې د ټولو ولایتونو لومړني نتایج اعلان شي، خو د انتخاباتو خپلواک کميسیون وايي، یو شمير ستونزو او شکایتونو ته په کتو نتایج په څو پړاوونو کې اعلانيږي. د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کميسیون د معلوماتو پر بنسټ، تر اوسه د ۳۰ ولایتونو ابتدايي نتایج اعلان کړي دي. له بلې خوا د افغانستان د ولسمشرۍ لپاره د کاندیدانو د ثبت بهیر د جدي په لومړۍ نيټه یعنې د شنبې په ورځ پیل شو او د دغې میاشتې تر ۱۲مې نيټې دوام کوي. د افغانستان جمهوري ریاست بیا وايي چې د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کې ولسمشر محمد اشرف غني سرور دانش یو وار بیا د دوهم مرستیال په توګه ګمارلی دی. تفصیل له ناجیې ساپۍ اورﺉ.



شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
د افغانستان ټاکنو او ټاکنيزو شکايتو کميسيونونه له يو بل څخه سر ټکوي | SBS Pashto