نن مانوس ايلنډ هيواد کې د اسټراليا د کډوالو توقيف ځای تړل کيږي

protest at the Manus Island immigration detention centre in Papua New Guinea.

Source: HUMAN RIGHTS WATCH

مانوس ايلنډ کې اسټراليايي توقيف ځای نن په رسمي ډول تړل کيږي.


د ياد توقيف ځي بنديدو سره انديښنې ډيرې شوي او د کډوالو مدافعين وايي چې لدې سره کيدای شي د ډيرو کډوالو ژوند له خطر سره مخ شي.

د پاپو نيو ګيني حکومت له اسټراليايي حکومت څخه غواړي چې د ياد کمپ بنديدو سره د سلګونو کډوالو راتلونکی معلومه کړي.

له ياد کمپ څخه منل شوي کډوال او هم رد شوي کډوال دوو نورو لنډمهاله ځايو ته ليږدول کيږي.

ياد کمپ کې د ځينو کډوالو مظاهره روانه ده او وايي چې دوی نه غواړي لدې کمپ څخه ووځي ځکه پاپو نيو ګيني هيواد عام خلک دوی ته خبرداری ورکړی.

 

يادې موضوع په اړه تاسې رپوټ دلته اوريدلی شئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now