اسټراليا کې د پښتنو تاريخ ۱۶۰ کالله پخوا ته رسيږي ولې بيا ډيره کې د يادو خلکو کلتوري ورځې پدې هيواد کې ندي لمانځل شوي. لومړي ځل لپاره د اسټراليا لويو ښارونو کې د پښتنو کلتور نړيوالې ورځ تر نامه لاندې غونډې جوړې شوې چې پکې سلګونو پښتنو او ميلمنو ګډون وکړ.
اسټراليا کې د پښتنو کلتور نړيوالې ورځې غونډې پای رته ورسيدلې او ټوله کې دا غونډې بريالی او له لاسته راوړنو ډکې يادې شوي.
لومړي ځل لپاره اسټراليا کې د داسې غونډو جوړول شاته اغلې کامله خان سره د هغې رضاکارانو ټيم وو.
اغلې له اس بي اس سره په مرکه کې وويل، اسټراليا کې غونډو نه يوازې دلته بلکې نړۍ نورو هيوادونو کې هم پښتنو لپاره خپل کلتور او دودونو لمانځلو لپاره لار هواره کړه.

اغلې وويل، اسټراليا کې په غونډو کې پښتنو او بهرنيو ميلمنو څخه يې ډيرې مثبتې خبرې اوريدلي او راتلونکي کال کې به هم ورته سترې غونډې پر مخ واچول شي.
تاسې لا ډيرو نورو معلوماتو لپاره د اغلې کامله خان مياخيل بشپړه مرکه واورئ.




