اسټراليا کې افغان کورنۍ هغه وخت د خبرونو سرټکي جوړ کړل کله چې ډيري ښارونه د اور لمن کې ول او خلکو تيښتې ته مخه کوله ولې يادې کورنۍ د تيښتې پرځای خپل ډير عمر لرونکو ګاونډيانو ژوند او کورونه وژغورل.
زلمی ختيځ ۴۰ کاله وړاندې اسټراليا ته راغلی او له خپلې کورنۍ سره د اسټراليا سيدني ښار کې ژوند کوي.
د اسټراليا ځنګلونو اور چې تير کال جون مياشت راهيسې لګيدلی تر دې دمه يې ۱۸.۶ ميليونه هکتاره ځمکه سوځولې او ۵،۹۰۰ ودانۍ يې ويجاړې کړي او ۳۴ اسټراليايانو يادو اورونو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی.
زلمی ختيځ وايي، ده خپل ټول عمر کې داسې اور نه وه ليدلی او داسې احساس يې کاوه لکه د دوزخ دروازه چې خلاصه شوې وي.
زلمی ختيځ سره د کورنۍ شپږ نورو غړو د سيدني ښار جنوب کې خپل د تفريح او چکر لپاره جوړ شوي کور ته تللی وه او غوښتل يې اسټراليا کېې رخصتي ورځې هلته تيرې کړي.
د اسټراليا جنوبي سيمو کې له مياشتو راهيسې لرې پرتو ځنګلونو کې اور لګيدلی وه ولې دا چا ګومان نه کاوه چې اور به چټکی سره نورو سيمو ته خپور شي.
ښاغلي ختيځ سره د کورنۍ شپړو غړو د سهار مهال غوښتل لامبو لپاره کور سره نږدې اوبو ته لاړ شي چې ناڅاپه يې د اور ګرمښټ حس کړ او دا يې هم وليدل چې اور وژونکې هلي کوپټر د اوبو له ډنډ څخه اوبه اوچتوي او لګيدلو اورونو باندې يې شيندي، څو شيبې وروسته د ختيځ ګاونډ کور چت اور واخيست، هغه مهال زلمي او زوی يې يما د تيښتې پر ځای خپلو ګاونډ کورونو په ژغورنې پيل وکړ.

يادې سيمې اور درې کسان ووژل او شاوخوا ۴۰۰ کورونه يې وسوځول.
د ختيځ په وينا د هغه ډيري ګاونډيان تقاعد شوي خلک دي او د اور پر وړاندې بې وسه ول.
ښاغلي ختيځ او زوی يې يما ختيځ د اوبو ستلونو سره د ګاونډيانو کورونو اورونه مړه کول.
د ښاغلي ختيځ په وينا دوی زړه ښه نه کړ ترڅو خپل زاړه ګاونډي شاته پريږدي ترڅو هغوی اور کې وسوځيږي او دوی وتښتي.
ښاغلی ختيځ وايي، هغه خلک چې اسټراليا کې ژوند کوي دا يې ايماني او وجداني وجيبه ته چې له اسټراليايي خاورې او خلکو سره مرسته وکړي.
د ښاغلي زلمی ختيځ بشپړه مرکه دلته واورئ.





