د اسټراليايي ځواکونو هير شوي افغان ژباړونکي

Talking to the locals - Australians talk to local children through an Afghan interpreter while on patrol in Chora, Southern Afghanistan. Source: 1st Joint Public Affairs Unit
د افغانستان ۱۷ کلنې جګړې کې له سل زرو ډير افغانان وژل شوي. د افغانستان جګړه نړيوالو ځواکونو لپاره هم تر نن ورځې خونړۍ ثابته شوې او د بهرنيو ځواکونو ډير تلفات ددې باعث شول چې ډير شمير بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي او هم خپل جګړيز ماموريت پر ملاتړي او روزنې ماموريت بدل کړي. د افغانستان جګړه کې ۴۱ اسټراليايي ځواکونه هم وژل شوي. کله چې اسټراليا خپل جګړيز ځواکونه له افغانستان څخه وويستل هغه وخت يې د خپلو افغان ژباړونکو د خونديتوب ژمنه وکړه. ولې څلور کاله وروسته سره لدې چې سلګونه افغان ژباړونکي اسټراليا ته له کورنيو سره راوستل شوي ولې لا اوس هم يو ډير شمير يې افغانستان کې له خطر سره ژوند تيروي او اسټراليا ته د راتګ انتظار وباسي. د اس بي اس پښتو خپرونې افغانستان کې پاتې له ځينو افغان ژباړونکو سره خبرې کړي او د هغو غږونه يې راخيستي چې پدې تيار شوي رپوټ کې اوريدلی شئ.
شریکول